د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۲

"د سولې له دښمنانو سره دې جدي مبارزه وشي"


په کابل کې خپریدونکو ځینو ورځپاڼو د وروستیو سیاسي پرمختګونو ترڅنګ د سولې د روانو هڅو په اړه د ولسمشر کرزي په وینا هم بحث کړې، چې حمید مومند ورته کتنه کړې.

سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې ولسمشر په خپله دې وینا کې ویلي، چې پس له دې به د سولې له دښمنانو سره جدي مبارزه وکړي.

د ورځپاڼې په وینا ولسمشر په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې د حکومت له خوا د سولې هڅې یو اړخیزه بللې او ویلي، چې همدا لامل وو، چې دغو هڅو کومه بریا نه درلودله.

ورځپاڼه لیکي، چې ولسمشرغواړي په نږدې راتلونکې کې د لوی جرګې په رابللو سره دا پریکړه خلکو ته وړاندې کړي، چې له چا سره په څه ډول سوله غواړي.

ورځپاڼه لیکي، چې ولسمشر دې نتیجې ته رسیدلې، چې طالبان د سولې د خبرو واک نه لري او په کار ده، چې دا خبرې د دوي له ملاتړو سره وشي.

سرنوشت وړاندې دا هم لیکلي، چې افغان ولسمشر په خپله دې وینا کې په پاکستان هم انتقاد وکړ، چې د سولې په ټینګښت کې یي له افغانستان سره همکاري نه ده کړې.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې د ولسمشر کرزي د تیرې شپې د وینا مهم ټکي راخیستي، چې په کې په پاکستان دا انتقاد شوې، چې د سولې په ټینګښت کې یی له افغانانو سره همکاري نه ده کړې.

ورځپاڼه د ښاغلي کرزي د وینا په حواله لیکي، چې په تیرو لسو کلونو کې د تروریزم اصلي سرچینو ته نه پاملرنه د دې سبب شوه، چې زموږ د هېواد په زرګونو بې ګناه وګړي ووژلې شي.

ورځپآڼه لیکي، چې افغان ولسمشر روان کال د افغانستان لپاره خورا مهم بللې او لیکلي، چې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال بهیر، د بن دویم او د اسټامبول کنفرانسونه په مخ پراته دي.

که څه هم د ولسمشر دا وینا تیره شپه اته بجې د هېواد د ملي ټلویزیون له خوا خپره شوه، په کابل کې پاتې ورځپاڼو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په یو تفصیلي مطلب کې د سولې په برخه کې د افغان دولت په نوي دریځ بحث کړې، چې له مخې یي باید د سولې خبرې له پاکستان سره وشي.

ورځپاڼه په هېواد کې وروستیو پېښو ته په پام سره د افغان دولت دا دریځ پر ځای بولي او وایي، چې له پاکستان سره دا خبرې باید په موثر ډول پرمخ بوتلای شي.

ملي ارمان:

ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې دا سپارښتنه کړې، چې افغانستان دې له ګاونډیانو او نړۍ سره په خپلو اړیکو له سره غور وکړي.

ورځپاڼې د افغان دولت په بهرني سیاست انتقاد کړې او لیکلي، چې دا سیاست دومره کمزورې دې، چې افغان دولت نه شي کولې د ګاونډېو هېوادونو د تیریو په وړاندې هم سخت غبرګون وښیۍ.

د ورځپاڼې په باور د افغان حکومت په ډیپلوماسۍ کې دغو نیمګړتیاو د ایران او پاکستان په څیر ګاونډیو هېوادونو ته دا زمینه برابره کړي، چې پرته له کومې ویرې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره هر کار یي، چې زړه وغواړي ترسره یي کړي.

ورځپاڼې موجوده ستونزو ته په اشارې دا سپارښتنه کړې، چې افغان دولت باید یو داسې سیاست خپل کړي، چې له مخې یی د نړۍ له هر هېواد سره، چې غواړي د خپلې خوښې اړیکې وپاللې شي.
XS
SM
MD
LG