سرنوشت:
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي، چې افغان دولت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې د ګډ ګمیسیون کار ځنډولې دې.
ورځپاڼې وړاندې په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي، چې پاکستان د سولې د ټینګښت په برخه کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي، نو پس له دې د ګډ کمیسیون د کار دوام ته هم اړتیا نه لیدلې کیږي.
د ورځپاڼې په وینا افغان چارواکو کابل ته د پاکستان د صدراعظم سفر هم لغوه کړې، چې غوښتل د دې کمیسیون په غونډه کې ګډون وکړي.
ورځپاڼې وړاندې په خپله سرلیکنه کې په دې ټینګار کړې، چې افغان دولت باید د امریکا د انتقادونو په رڼا کې د پاکستان په وړاندې چلند ونه کړي.
ورځپاڼې په دې هم ټینګار کړې، چې افغانستان باید په دې برخه کې په خپلواک ډول عمل وکړي او د بل چا تر اغیزو لاندې رانشي.
ویسا:
ویسا هم په خپله سرلیکنه کې په دې مسئلې بحث کړې، چې د سولې د بهیر او له پاکستان سره د اړیکو په برخه کې د افغان حکومت په دریځ کې بدلون راغلې.
دې ورځپانې که څه هم د وروسیتو پېښو په پام کې ساتلو سره د افغان دولت له خوا پورته شوي ګامونه مناسب بللي، خو سپارښتنه یي دا ده، چې حکومت باید داسې څه ونه کړي، چې یو ځلي بیا د ستونزو د حل مسئله بهرنیو لاسونو ته پرې وزي.
د ورځپاڼې په وینا د طالبانو پرځای له پاکستان سره د خبرو لپاره د افغان حکومت استدلال د منلو وړ دې، خو دا باید په دې معنې نه وي، چې په یو مخي ډول له طالبانو سره اړیکې له منځه یوړلې شي.
ورځپاڼې د استاد رباني د ترور په اړه په تحقیقاتو کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې چې په کې د پاکستان ای ایس ای ښکیل بلل شوې لیکلي، چې ای ایس ای او طالبان په خپلو کې تړلي دي.
ملي ارمان:
ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم په یو تفصیلي مطلب کې په دې اړه شک څرګند کړې، چې امریکا او بریتانیه دې د پاکستان په وړاندې په خپلو وروستیو دریځونو کلک ودریږي.
د ورځپاڼې په وینا باید دا تصور ونه شي، چې امریکا به د کابل د دفاع لپاره په پاکستان حمله وکړي، بلکې د ورځپاڼې په وینا اوس هم دغه هېواد حاضر نه دې، چې پاکستان له لاسه ورکړي.
هېواد:
خو هېواد دولتي ورځپاڼې بیا دا ډاډ څرګند کړې، چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره به هڅې له هرې ممکنې لارې دوام وکړي.
که څه هم ورځپاڼې وړاندې د افغان دولت له دې دریځ ننګه کړې، چې د سولې خبرې به پس له دې له طالبانو سره نه بلکې له پاکستان سره وشي.
د ورځپاڼې په باور د تیرو څو کلونو هلو ځلو دا وښودله، چې طالبان د سولې د خبرو لپاره په خپلواکه توګه عمل نشي کولې، بلکه دوي د پاکستان تر مستقیمې اغیزې لاندې دي او اوس افغان حکومت د سولې د خبرو لپاره اصلي کړۍ موندلي ده.
خو دې ورځپاڼې بیا دا سپارښتنه کړې، چې که له پاکستان سره هم خبرې کیږي، نو باید د ملګرو ملتونو او نړېوالې ټولنې په منځګړیتوب وشي، ځکه دا ویره موجوده ده، چې ممکن پاکستان بیا خپلې ژمنې او تړونونه مات کړي.