کله چي د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱ مه تروریستانو د امریکا په زړه کي تروریستي حملې وکړې، امریکا د یوه نړیوال اتیلاف په مرسته افغانستان ته عسکر واستول، د طالبانو رژیم یي ړنګ کړ او د بن په کنفرنس کي یي د تنظیم ، سمت، ژبې او مذهب پر اساس د یوه کمزوري حکومت اساس کیښود.
په لومړیو دوو دریو کلونو کي د ګاونډیانو مداخلې بندې شوې وې او په افغانستان کي د سولې او پرمختګ هیلې بیخی زیاتې وې. له کومی ورځي چي امریکا له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو خبره کړې، شخړې اوج ته رسیدلې . وتلي او مهم شخصیتونه، پولیس ، د ملی پوځ عسکر او حکومتي چارواکي یو په بل پسي وژل کیږي. ددغو وژنو وروستی قرباني د سولې د عالی شوری رئیس استاد برهان الدین ربانی و.
افغانانو په وار وار ویلي چي د تروریزم مرکزونه د افغانستان له بولې اخوا دي او نړیوال که تکړه وي او په ریښتیا هم غواړي چي د افغانانودا روان کړاو او مصیبت دي ختم شې نو د تروریستانو د روزنې، تجهیز او امن ځایونو پسي باید ورشي.
دا چی د تروریستانو امن ځایونو د افغانستان امنیت او ثبات ته ترکومه حده ګواښ متوجه کړی او دا ستونزه باید څنګه او د چا له خوا حل شي؟ د امریکا او پاکستان د اوسني تاوتریخوالي اغیز به په افغانستان څه ډول وي ؟ دا او نورې پوښتنې به له محترمو میلمنو سره په خبرو کی حل شي:
د کابل په سټډیو کي محترم میلمانه دي:
۱ – په ولسي جرګې کي د د دفاعی چارو د کمیسیون رئیسه محترمه شکریه بارکزۍ
۲ - د افغان نشراتي مرکز مشر ښاغلي حاجي سید داود
۳ – د سیاسی چارو کارپوه ښاغلی جاوید کوهستانی
پروګرام په کيڼ اړخ کې په دوو برخو کې واورئ