دغو مظاهره کوونکو، چې د سولې په پلوۍ یي شعارونه ورکول له افغان دولت نه یوه غوښتنه کوله، چې له وسله والو مخالفینو سره د پخلاینې هڅې باید ګړندۍ کړي.
دوي، چې شمېر یي شاوخوا دوه سووه کسان ښودلې کیدل د پنجشنبې په ورځ سهار د کابل په لویدیځ کې یو سوله ایز لاریون وکړ.
دوي د حکومت روانې هڅې سمبولیکې وبللې او د خپلې مظاهرې په پای کې یوه پریکړه لیک هم خپور کړ، چې په کې د ځینو نورو سپارښتنو ترڅنګ له دولت نه غوښتل شوي، چې د هما سلطاني موضوع ته دې هم جدي پاملرنه وکړي.
د مظاهرې یو تنظیموونکې محمد ظاهر عارفي د پریکړه لیک د لوستلو په ترڅ کې د سولې او پخلاینې په برخه کې د خپلو غوښتنو د مطرح کولو په ترڅ کې وویل:
(موږ د میرمن سلطاني د څرګندونو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې وه، خو افغان حکومت او نړېوالې ټولنې دې مسئلې ته هیڅ ډول پام ونه کړ، موږ له میرمن سلطاني سره همغږي یو او په هېواد کې رښتینې سوله غواړو او دولت د بې کاره بنسټونو د جوړلو او تشریفاتي اقداماتو پر ځای اصلې مسئلې ته پام وکړي او اصلي بنسټونه دې پیاوړې کړي.)
په ولسي جرګه کې د غزنې ولایت استازې هما سلطاني څو څو وارې ادعا کړې، چې له افغان دولت سره په تفاهم کې د طالبانو له مشر ملا عمر سره یي لیدلي او د دوي د سولې طرح یي منلې ده، خو افغان دولت بیا دې مسئل ته د شک په سترګه ګوري.
د دغو مظاهره کوونکو هدف هم تر ډیره دا وو، چې افغان دولت باید د هما سلطاني څرګندونې جدي ونیسي او هغه تعقیب کړي.
مظاهره کوونکو د سولې د عالي شورا په هڅو هم انتقاد وکړ، چې په تیر یو کال کې د پخلاینې په برخه کې څه نه دي کړي، خو د دې شورا مرستیال عبدالحکیم مجاهد بیا دا انتقاد بې ځایه بولي او وایي:
(موږ ښې لاسته راوړنې درلودلې دي، چې هم مو د سیمې هېوادونه قانع کړي، چې له موږ سره همکاري وکړي او هم نړېواله ټولنه او همدا راز مو نړېوال سازمانونه لکه ملګري ملتونه د اسلامي هېوادونو کانفراس او اروپایي ټولنه قانع کړې، چې له موږ سره همکاري وکړي.)
د هما سلطانې دا پلویان د سولې په پلوۍ په داسې وخت کې واټونو ته راوتلي، چې د سولې د عالي شورا د مشر استاد رباني له ترور وروسته د حکومت سیاسي اپوزسیون د دغو هڅو د بندولو غوښتنه کړې.
له بل لوري افغان ولسمشر له پخوانیو جهادي مشرانو او سیاستوالو سره په یوه مشورتي غونډه کې له دوي په دې اړه مشوره غوښتې.
دا، چې د دې ټولو مسایلو په پام کې ساتلو سره حکومت په دې برخه کې خپله راتلونکې تګ لاره څه ټاکي دا به راتلونکې وخت روښانه کړي.