که څه هم تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې امریکا د حقاني شبکې د ځپلو لپاره په پاکستان د خپلو فشارونو ترڅنګ پوځي اقدام هم حتمي بولي او که څنګه، خو ځیني افغان کتونکي بیا دا امکان نه ردوي.
د افغان کتونکو په وینا د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکي مخکې هم د لوړو ژورو ښکار شوي دا ځلې دا اړیکي د خپل تاریخ یو نهایت حساس پړاو ته داخلې شوي.
د سیمه ایزو چارو افغان څیرونکې احمد سعیدي پدې باور دي، چې که پاکستان د ترورستي ډلو د ځپلو لپاره د امریکا غوښتنې و نه مني نو دا حمله حتمي ده.
د ښاغلي سعیدي په وینا د امریکا د پوځي حملې لپاره لا د مخه ځینې وجوهات موجود دي، چې یوه یی هم په پاکستان کې د ترورستي او افراطي ډلو فعالیت دې:
(هغه پېښه، چې د عبدالحق په څلور لاره کې رامنځته شوه د دولت مخالفینو د امریکا په سفارت هم توغندی وویشتل.
د نړېوالو قوانینو له مخې سفارت د یو هېواد حریم دې او امریکایان اړ دي، چې له خپل حریم نه دفاع وکړي. بله دا، چې بارک اوباما د جمهوري ریاست انتخابات په وړاندې لري، دوي د اسامه په وژلو بریالي شول، خو که چیرې په پاکستان کې د حقاني ډلې، لشکر طیبه، سپاه صحابه او حرکت مجاهدین په څیر ترورستي ډلې موجودې وي او د امریکا حکومت پدې برخه کې لاس ته راوړنه ونلري، خو د اوباما لپاره د انتخاباتو ګټل امکان نلري. )
په پاکستان کې هم د امریکا د پوځي اقدام په اړه اوازې خورا په زور کې دي او د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان، چین او سعودي عربستان د امنیتي چارواکو ترمنځ په غونډه کې هم پدې مسئلې خبرې وشوې.
که څه هم د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک ویلي، چې چین د امریکا د فشارونو په وړاندې د پاکستان د ملاتړ ډاډ ورکړې، خو ښاغلې سعیدي بیا پدې برخه کې د پاکستان هڅې ناکامه بولي:
(له تیرې یوې میاشتې راهیسې پاکستان هڅه کوله، چې په سیمه کې د امریکا په خلاف یو بلاک جوړ کړي.
افغانستان پدې بلاک کې شامل نه شو، ایران هم د ځینو ستونزو له کبله، چې د سیمې د اقتصادي بدلونونو او له عراق سره یی لري نشي کولې پدې برخه کې له پاکستان سره کومه مرسته وکړي او چین هم په سیمه کې د خپلو اقتصادي ګټو په پام کې ساتلو سره تیار ندې، چې ځان په یو حتمي جنګ کې ځان شکیل کړي.)
که څه هم افغان کتونکي دا ویره څرګندوي، چې د امریکا پوځي اقدام به افغانستان به هم بې اغیزې پرې نږدي، خو د دوي په وینا حکومت ته پکار ده، چې لازمې تیارۍ ونیسې.
د کتونکو په وینا په افغانستان کې د اړتیا وړ خوراکي موادو زیاته برخه له پاکستانه راځي او ممکن پاکستان د ناټو د اکمالاتي لارې په بندولو سره افغانستان ته هم پدې برخه کې ستونزې جوړې کړي، چې افغان حکومت ورته باید پیش بینه وي.
خو له بل لوري ځینې افغان کتونکي بیا وایی، چې ممکن امریکا د پوځي اقدام پرځای لومړې په پاکستان د فشار لپاره له نورو لارو کار واخلي، چې اقتصادي بندیزونه یی هم ممکن یوه برخه وي.
عبدالرشید وزیرې د سیمې ایزو چارو یو بل افغان کتونکې دې، دې وایی، چې امریکا به لومړې هڅه وکړي، چې په نړېواله کچه پاکستان د یو تروریستي هېواد په توګه معرفي کړي:
(زما په فکر لومړی خو به پوځي اقدام ونه شي نو لومړی به پر پاکستان فشار زیات شي.)
دا لومړې ځل ندې، چې د ترورزم په خلاف د نړیوال ایتلاف غړي پاکستان او ددغه هیواد استخباراتي اداره د ترورستي ډلو په ملاتړ تورنوي، بلکه تر دې مخکې افغانستان هم څو څو وارې دا شکایت پورته کړې.
اوس هم افغان کتونکي حکومت ته دا سپارښتنه کوي، چې د پاکستان د وروستیو راکټي حملو مسئله دې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي.
ځکه د دوي په وینا د پاکستان دا حملې هم له ترورستي ډلو څخه د امریکا د پام د اړولو لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.