ښایې تاسو هم داسې کسان لیدلي وي یا مو د هغوي په هکله اوریدلي وي، چې په غچ اخیستنه کې یې د کورنۍ ډیر کسان وژل شوي، خو بیا هم تر وروستۍ سلګۍ پورې غچ نه پریږدي، کله یې چې لاس بر شي نو د مقابل لوري نه بدل اخلي او یو ځل بیا پخوانۍ دښمني تازه کوي.
د ننګرهار اوسیدونکی نجیب وایي، چې د هغوي په سیمه کې د کلي ځیني خلک د دې لامل کیږي چې د دوو کورنیو دښمنۍ اوږدې کړي .
د دښمنۍ عوامل چې بیا په غچ اخیستنې بدلیږي ډیر دي، د لغمان اوسیدونکې ګل غنچه وایي، چې د هغوي په سیمه کې هم د بدل اخیستلو سلسله تر لمسیانو پورې رسیږي.
دولتي کسان هم مسولیت لري، چې د خلکو ترمنځ شخړې حل کړي، ترڅو دښمنۍ او بیا غچ اخیستل رامنځته نه شي.
ډیرکسان بیا وایي، چې که چیرې دولت قاتل ته د جرم مطابق سزا ورکولی نو دوي به دې ته نه مجبوریدل چې خپله غچ واخلي.
حمیده بیا وایي، چې خاوند یي د همدې غچ اخیستنې له امله بندي شوی، هغه هم په دولت نیوکه کوي وایي، مقابل لورې د پیسو په بدل کې ازاد شو، خو د دوي نارینه بندیان دي.
فاطمه هم د داسې کورنۍ غړې ده چې عمریې په همدې بدل اخیستلو کې تیرشوی هغه هم وایي، که چېرې دولت د دوي غږ اوریدلی نو دوښمني به یې دومره نه اوږدیدله
او د خپرونې په وروستيو كې تمثیلي ټوټه هم اورېدلاى شئ.
دا خپرونه په كابل كې فرشته مرسل برابروي چې د هرې سې شنبې او چهار شنبې په ورځو خپريږي.
دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.