د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۷

دوولسمه برخه- ناټو ولې سوله رانه وسته؟


د ناټو ځواکونو له هڅو سره- سره امن ولې ټينګ نه شو، په ځانګړې توګه په هلمند کې

صالح محمد صالح مو د دې لړۍ په دوولسم پروګرام کې چې د سولې او امن په اړه دى، ملګرتيا کوي

د ځينو ادارو په اټكل هلمند ولايت شپېته زره كيلومتره مربع مساحت لري، چې په سترو ولايتونو کې شمېرل کېږي، د بهرنيو اژانسونو په خبره د هلمند نفوس تر يو مليون اوښتى دى. ناټو دا مهال په دغه ولايت کې ٧٢٠٠ سرتېري لري چې ډېرى يې بريتانويان، په لږ شمېر کې يې استونيايان، ډنمارکيان او د چک جمهوريت سرتېري دي، دغه راز لږ شمېر ائتلافي سرتېري هم په کې فعاليت لري، چې سرتېري يې تر ډېره امريکايان دي او ځينې مهال د ملي پوځ د سرتېرو په مرسته په ځينو ولسواليو کې پوځي عمليات کوي.

د دې لړۍ دوولسمه برخه په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ
XS
SM
MD
LG