د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

د امریکا د اف. بي. ای ادارې مشر پاکستان ته ولاړ


د امریکا د استخباراتو د فدرالي اداري (اف. بي. ای) ریس رابرټ مولر
د امریکا د استخباراتو د فدرالي اداري (اف. بي. ای) ریس رابرټ مولر
د امریکا د استخباراتو د فدرالي اداري (اف. بي. ای) ریس رابرټ مولر د چهار شنبي په ورځ پاکستان ته ولاړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او پاکستان ترمنځ کړکیچ ترهغه وروسته لا زیات شو، چي واشنګټن له اسلام اباده غوښتنه وکړه، څو د هغو افغانو وسله والو ډلو مخنیوی وکړي، چې په دې هیواد کې یې ځانونه خوندي کړي.

د پاکستان د حکومت یوه اعلامیه وايي، چې مولر د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر، رحمان ملک سره په دې اړه خبرې وکړې، چې له تروریزم سره په روانه مبارزه کې همکارۍ څنګه زیاتې کړي.

د اسوشیېټډ پرېس په وینا، امریکايي مقاماتو په دې اړه له خبرو ډډه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه ورځ مخکې دواړو هیوادونو پریکړه وکړه، چې په پاکستان کې د امریکايي عسکرو شمیر محدود کړي.

د امریکا او پاکستان ترمنځ روابط سږکال د اسامه بن لادن د وژلو لپاره د امریکايي ځواکونو له خوا په خپل سر عملیاتولا خړپړکړل.

همدا راز پاکستان د امریکا د بې پيلوټه الوتکو د حملو په وړاندې خپل قهر نه دی پټ کړی.

امریکايي چارواکي څه وايي؟

پاکستاني رهبران د امریکا داسې په خپل سر فعالیتونه د خپل هیواد پر ارضي تمامیت تېری ګڼي، خو په عین حال کې امریکايي چارواکي وايي، ترهغو یې نه بندوي، چې څو پاکستان د هغو وسله والو مخنیوی نه وي کړی، چې د امریکايي عسکرو د وژلو لپاره حملې کوي.

امریکايي مقاماتو پر اسلام اباد تور لګولی، چې د حقاني له شبکې سره ارتباط لري.

د امریکا متحد ایالات وايي، چې په کابل کې د تیرې اونۍ د حملې
په شمول د زیاتو تخریبي فعالیتونو شاته د حقاني د ډلې لاس دی.

د اسوشیېټډ پرېس په حواله، د امریکاد پوځ لوی درستیز مایک مولن روانه اونۍ وویل، چې د پاکستان د استخباراتي شبکو او د حقاني ډلې ترمنځ غیر مستقیمې اړېکې موجودې دي.

ګمان کیږي، چې د حقاني ډله د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمو کې خوندي ده.
XS
SM
MD
LG