په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو چارواکې وايي، هغه څه چې د حقاني شبکې د سولې د خبرو په اړه ویلي باور ځکه نه شي پرې کیدای، چې دغه شبکه بې له وژلو او بربادۍ بل څه نه لري.
د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني په وروستیو کې ویلي، که د طالبانو مرکزي شورا له افغان حکومت او امریکا سره د سولي خبرو ته کښېني، نو دغه شبکه هم د سولي خبرو ته حاضره ده.
خو د ناټو د ملکې استازي ویاند دومنیک مډلي، چې د دوشنبې په ورځ یې په کابل کې خبرې کولې د ازادۍ راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل، دا به ډیره سخته وي، چې د حقاني شبکه دې د خبرو شرایط پوره کړي.
“د سولې لپاره په دې هیواد کې خبرې روانې دي او د سولې عالې شورا د سولې د هڅو لپاره جوړه شوې ده.
افغان حکومت نړیوالې ټولنې ته ښوولې، چې د سولې د خبرو لپاره شرایط څه دي.
دا ډیره ستونزمنه ده، چې ولیدل شي، حقاني شبکې دې قصد کړی وي، چې د سولې د خبرو لپاره دغه شرایط ومني.”
افغان حکومت ویلي، وسله وال مخالفین چې غواړي د سولي په خبرو کې برخه واخلي، لومړی باید له القاعده شبکې سره خپلي اړیکې پرې کړي، له تاوتریخوالي لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون ومني.
خو د حقاني شبکه له هغو ترهګرو ډلو څخه بلل کیږي، چې په کابل کې په وروستۍ او ټول افغانستان کې په نورو حملو کې په لاس لرلو تورنه ده.
د دې ډلي مشر له رویټرز اژانس سره په مرکه کې دا هم ویلي، چې دغه شبکه نور په پاکستان کې نه ده، بلکې په افغانستان کې ځان په امن کې بولي.
په همدې غونډه کې د ایساف ویاند جنرال جکوبسن ټینګار وکړ، چې د حقاني ډلي ریښې په پاکستان کې دي او ایساف به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي، چې په افغانستان کې د دې شبکې د حملو مخه ونیسي.
ده وویل، د نړیوالي ټولني غوښتنه له پاکستان څخه دا ده، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پر ضد عملیات وکړي.
“د نړیوالې ټولنې غوښتنه له پاکستان څخه دا ده، چې د ترهګرو پر ضد خپل اقدامات ډیر کړي.
دغه ترهګر په افغانستان او پاکستان کې نړیوالو پوځیانو او بهرنیو ملکې وګړو ته په افغانستان کې زیان رسوي.
هغه کارونه چې موږ یې په افغانستان کې کوو، پاکستان یې باید هلته وکړي.”
د ایساف له خوا دا غوښتنه په داسې حال کې کیږي، چې په اسلام اباد کې د امریکا سفیر د دغه هیواد حکومت له حقاني ډلې سره په اړیکو تورن کړې او د امریکا ددفاع وزیر بیا ویلي، چې پاکستان د وسله والو پرضد په اقداماتو کې پاتې راغلی.
افغان حکومت دغو څرګندونو ته په اشارې له امریکا او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له وسله والو ډلو سره د پاکستان د اړیکو مخنیوی وکړي.
راپور: معصوم میوند