د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکي وایي، نه یواځې د پاکستان د استخباراتو اداره له حقاني شبکې سره اړیکي لري، بلکې د پاکستان ملکي حکومت ځیني غړي هم د القاعده شبکې په ګډون له یو شمېر وسله والو ډلو سره نږدې اړیکي پالي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال،سیامک هیروي، د یکشنبې په ورځ په کابل کې ازادۍ راډیو ته وویل، چې نړېواله ټولنه په ځانګړي توګه د امریکا متحده ایالات باید له ورانکاره ډلو سره د پاکستاني چارواکو د اړیکو مخنیوي وکړي:
(( موږ له څو کلونو راهیسي په پرلپسې توګه د ناټو او امریکا لوړ پوړو چارواکو ته ویلي، د القاعده شبکې غړي او نورې وسله والې ډلې د پاکستان له حکومت سره اړیکي لري.
دوي چې د پاکستان له ای اس ای سره نږدې اړیکي لري، خپل فعالیت کوي، دا زموږ له خوا کومه نوې خبره نه ده، دا چې د امریکا حکومت له القاعده شبکې سره د پاکستان اړیکي او دا دخالت ومانه دا نوي پرمختګ دی، که چېرې د پاکستان حکومت، په خپل سیاست کې بدلون را نه ولي، نو افغانستان به هم د پاکستان په وړاندې په خپل سیاست له سره کتنه وکړي.))
ښاغلی هیروي، دغه څرګندونې په پاکستان کې د امریکا د سفیر نوی وینا په غبرګون کی وکړي.
په پاکستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر کامرون مانتر د پاکستان راډیو ته په یوه نوی مرکه کې ویلي، چې د پاکستان حکومت د حقاني له شبکې سره، نږدې اړیکې لري.
نوموړي ویلي، چې پاکستان باید د دغو ډلو سره له اړیکو څخه لاس واخلي.
په عین وخت کې د سیمه ایزو چارو کارپوه احمد سعیدی وایي، چې امریکا لا له وړاندې په دې پوهېده، چې د پاکستان حکومت له وسله والو ډلو سره لاس لري او د هغوي ملاتړ کوي.
دا چې اوس مهال امریکا ولې په پرلپسې توګه د پاکستان اړیکي له وسله والو ډلو رسوا کوي په اړه يي ښاغلی سعیدي وایي:
(( اوس مهال، دا چې د امریکا سفیر په پاکستان کې په ښکاره اعلان وکړ، دا په دې مانا دی، چې د امریکا او پاکستان اړیکي ډیرې خرابې شوي دي، یعنې په دې مانا چې بیرته نه ښې کیږي.
دا ډول څرګندونې به دا فاصله نوره هم زیاته کړي، خو دا یو واقیعت دی، چې د امریکا سفیر ویلي دي.))
یو شمېر لوړ پوړي امریکایي چارواکي داسې مهال له حقاني شبکی سره د پاکستان حکومت په لاس لرلو تورنوي، چې د تیرې اونۍ د سې شنبې په ورځ په کابل کې د امریکا په سفارت او د ایساف ځواکونو په اډه، په بریدونو کې د حقاني شبکه تورنه شوې وه.
په کابل کې د امریکا سفیر ریان کرار له دې برید وروسته رسنیو ته وویل، چې دا بریدونه چې د حقاني، شبکې له خوا په پاکستان کې سمبال شوي وو، ترسره شول.
په عین وخت کې د حقاني شبکې مشر، چی په افغانستان کې د تروریستي بریدونه مسوله ګڼل کیږي له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته په مشروط ډول غاړه ایښي.
د دې شبکې مشر د رویترز خبري اژانس ته ویلي، چې دا شبکه غواړي له افغان حکومت سره هله خبرو ته کیني، چې د طالبانو د رهبرۍ مرکزي شورا دا کار وکړي.
ذکیه غیاثي نذیر،کابل