د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۵

له ۱۰میاشتو وروسته ولسمشر کرزی له بارک اوباما سره مخامخ کیږي


دواړه ولسمشران به د راروانې اونۍ د سه شنبې په ورځ سره وګوري
دواړه ولسمشران به د راروانې اونۍ د سه شنبې په ورځ سره وګوري
د امریکا او افغانستان ولسمشران تقریباً له لسو میاشتو وروسته په خپلو کې یو وار بیا مخامخ خبرې کوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امینت په برخه کې مرستیال سلاکار بین روډیس ویلي دا کتنه به د سې شنبې په ورځ وشي.

د نوموړي په وینا دا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو له پیل او افغان لورې ته د امنیتي مسولیتونو دسپارلو د لومړني پړاو له بشپړیدو را وروسته د دواړو ولسمشرانو ترمنځ لومړنۍ لیدنه ده.

د دې امریکايي چارواکي په وینا، په دې ملاقات کې به دواړه مشران د دې فرصت ولري، چې د امنیتي مسولیتونو د انتقال د بهیر پر څرنګوالي خبرې وکړي.

د امریکا د ملي امنیت د چارو مرستیال سلاکار په دې باور دی، چې بارک اوباما غواړي، د ناټو د هغې غونډې څخه مخکې چې ټاکل شوې ده، د می په میاشت کې په شیکاګو کې جوړه شي، په افغانستان کې د شویو پرمختګونو یو تصویر له ځان سره ولري او په دې اړه له افغان ولسمشر حامد کرزي سره خبرې وکړي.

دا لیدنه په حساس پړاو کې ده:

خو یوشمېر نور راپورونه بیا د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو دا لیدنه په یو داسې حساس پړاو کې بولي؛ چې په دې وروستیو کې د دواړو هیوادونو اړیکې سړې ښودل شوې دي.

په عین حال کې له څو میاشتو راهېسې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون خبرې هم روانې دي.

تیره اونۍ د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر کرزی مرستیال ډاکتر رنګین دادفر سپنتا په واشینګټن کې و او هلته یې له خپل امریکايي سیال سره پر همدې ګډ ستراټیژیک تړون خبرې کړي دي.

ولسمشر کرزی به د خپل دې سفر په ترڅ کې په بریتانیې کې هم تم شي او هلته به د بریتانیې له صدراعظم ډېوېډ کامرون سره وګوري.

سرچینې

ښاغلي سپنتا ویلي، چې پر یوشمېر حساسو مسالو د دواړو لوریو ترمنځ اختلافونه حل شوې دي.

ټاکل شوې، چې د دواړو ولسمشرانو په لیدنه کې به د امنیت پر موضوع هم خبرې وشي.

امریکا له هغې وروسته چې په همدې اونۍ کې د کابل ښار په مرکزي سیمه کې پر امریکايي اهدافو د طالبانو یو برید شل ساعته دوام وکړ په دې برخه کې د جدي دریځ خپلو پخلی کړی دی.

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا له دې بریدونو وروسته خبرداری ورکړ، چې اجازه به ورنه کړي امریکايي سرتیري په پاکستان کې د میشتې حقانې شبکې د بریدونو لاندې راشي.

په عین حال کې ولسمشر کرزی د بن د دویم کنفرانس په درشل کې له بارک اوباما سره ګوري او تمه ده، چې په خبرو اترو کې به یې د دې کنفرانس په اړه په روانو چمتوالو هم یادونې شاملې وي.

ازادي راډیو ته ځینو سرچینو ویلي، چې ولسمشر کرزی به د خپل دې سفر په ترڅ کې په بریتانیې کې هم تم شي او هلته به د بریتانیې له صدراعظم ډېوېډ کامرون سره وګوري.
XS
SM
MD
LG