د بګرام په سیمه کې شاوخوا اوسیدونکي افغانان وايي، له ژورې کندې څخه د سوزنې بوي ورځي، د دوې په وینا امریکايي ځواکونه د کوټۍ کوټۍ خځلو او اضافي شیانو د سوزلو لپاره له یوې ډیرې لوې سرخلاصې کندې کار اخلي او په دې توګه خطرناک کیمیاوي مواد له دې لوګې سره په خوا وشاه سیمه کې خوریږي.
د مقالې د لیکوال، مالکولم ګارسیا، په وینا د مثال په توګه د پلاسیتکې شیانو له سوزولو سره ډیر داسې مواد چې د سرطانونو لامل کیږي او د زړه او تنفسي ناروغیو خطر رامنځ ته کوي او عصبي سیتم ته هم زیان رسولی شي په هوا کې خپریږي .
د کمپیوترونو، تلویزیون او موبایل تیلیفونو سوزول له امله کیمیاوي مواد لکه cadmium کیدامیم ، لید او سیماب ازادیږي چې دا مواد عصبي سیستم او پښتورګو ته زیان رسولای شي.
د یوه اټکل له مخې تیر کال په افغانستان کې یو سلو څوارلس ځلي امریکايي ځواکونو په ډیره اندازه دا ډول مواد په سرخلاصو کندو کې سوزولي وو.
د بګرام په هوايي هډې کې د عامه معلوماتو یوه چارواکي، چې نه دې غوښتې چې نوم یې واخیستل شي ویلي دي، چې په دوه زره لسم میلادي کال کې په عراق کې دوه ویشت ورته سوزنې وشوې.
په افغانستان او عراق دواړو کې د جګړې له پیل څخه بېلابېل برقي اسباب، موټرونه او ان انساني فضله مواد وار وار په سرخلاصو څاه ګانو کې سوزول شوي دي.
امریکايي پوځي چارواکي ډیر لږ حاضریږي، چې په دې موضوع باندې تبصره وکړي، خو د متحد ایالاتو د چاپیریال ساتنې موسسې په سرخلاصه توګه د داسې مواو پر سوزولو بندیز لګولی دی او وايي، چې د دې ډول موادو څخه پورته شوی لوګې د داسې کیمیاوي زهري موادو څخه ډک وي چې کېدای شي د سرطانونو ، ساه لنډې او تناسلي سیستم پورې اړوندو ستونزو لامل شي.
د متحد ایالاتو د چاپیریال ساتنې د ادارې له خوا په سرخلاصه توګه د وښو او وچو پاڼو، د پطرولي محصولاتو لکه د ربړ، قیر او پلاسیتک سوزل هم منع دي.
په افغانستان او عراق کې په سرخلاصه توګه د دې موادو سوزلو د چاپیریال د ککړ تیا او د روغتیایي ناوړه اغیزو په اړه یې اندیښنې راپاورلي دي.
د دوه زره شپږم میلادي کال په دیسمبر میاشت کې د امریکا په هوايي ځواک کې د چاپیریال ساتنې د بیالوژی د څانګې مشر ډګرمن دارین ایل کیورتس (Darrin L. Curtis ) په خپل یوه یاداشت کې د عراق د بیلاد په هوايي هډې کې په دې ډول طریقو د فضله موادو د سوزولو د اثراتو په اړه په لنډ او اوږد مهال کې خبردارې وکړ .
د چاپیریال په برخه کې د متحد ایالاتو مسوولو ادرو په دې اړه وار وار خبرداری ورکړی، د بګرام د سیمې شاو خوا خلک وايي کله چې امریکايي پوځیان فضله مواد سوزوي ډیر په کې پلاسیتکې او ربړې شیان وي نو داسې لوخړې یې پورته وي چې د دوې ماشومان یې نه شي زغملی او ورته ژاړي،بله خوا د سرطانونو او نورو ناروغیو د خطرنو په اړه هم اندیښنې مخ په زیاتیدو دي.