په روانې اوونۍ کي یو ځل بیا د وسله والو حملو، د ځان وژنو چاودنو لوګیو او ډزو د افغانستان فضا تیاره کړې وه او ددغه کړیدلې او مظلوم ملت دردونه د ښه کیدو پر ځاي ورځ تر بلې سختیږي.
افغان او نړیوال چارواکي، خبري رسنۍ ، کارپوهان او نور ټول دا خبره کوي چي د افغانستان ګاونډي هیوادونه په خپل ټول وس او توان په افغانستان کي د جګړو اور ته لمن وهي او له کومې ورځې چي یی د نړیوالو ځواکونو د وتلو خبر اوریدلی، جرئت یي زیات شوی او داسي انګېرې چی د میدان د خالي کیدو په صورت کي به يو ځل بیا افغانان د دین، مذهب او اخوت په نامه خپل غلامان کړې.
د کابل د سه شنبې د ورځي په پیښې او عملیاتو کي ولیدل شول چي افغان پولیسو او امنیتي ځواکونو د بهرنیو ځواکونو په پرتله، په عالي روحیې فعالیت کاوه خو نه یي عصري وسلې درلودې او نه یي هم حفاظتي وسایل په غاړه وو. په مقابل کي بهرني ځواکونه په ټولو عصری وسلو او حفاظتي وسایلو سمبال وو.
که نړیوال په رښتیا هم غواړي چی له افغانستان څخه د وتلو پر مهال افغان امنیتي ځواکونه د هغوي ځاي ډک کړې نو باید چي د امنیتي ځواکونو تجهیز او اکمال ته جدي پام واړوي.
یو شمېر کارپوهان دا هم وایي، د افغانستان جګړه، بی امنیتۍ او شخړې، د زیاتو کسانو او حلقاتو لپاره یو ډول بزنس او د ګټې منبع ګرځیدلې ، ددي هیواد په آرامۍ او ثبات کي د هغوي تاوان دی او په خپل ټول توان د جګړې او شخړو اور په افغانستان کي تازه ساتي.
جان اقا الکوزى او ظريف نظر د پروګرام کوربانه دي. دغه پروګرام په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ
دا چي د افغانستان د شخړې او جګړو د دوام نور علتونه او عوامل څه دی ؟ دا به له محترمو او تاسو دوستانو نه واورو:
د کابل په سټډيو کی رابللي میلمانه دي:
۱ – د سیاسي مسلو کارپوه ښاغلی انجینیر محمد یونس فکور
۲ – د افغانستان او سیمه ایزو چارو کارپوه ښاغلی داود سلطانزوي
۳ – د حقوقي مسلو کارپوه ښاغلی عبدالشکور دادرس
دغه راز به د نیمرزو ولایت د امنیې قوماندان ښاغلی مل پاسوال عبدالجبار پردلي او د نیمرزو والي ښاغلی عبدالکریم براهوي هم د ټیلفون په لیکه د خپرونې میلمانه وي.