د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۲

د کابل درسونه


ډيلي ټيلګراف:

انګلستان چاپ ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې: د کابل درسونه – تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په پیل کې یې راغلي:

په کابل کې په یو شمېر مهمو هدفونو باندي د وسله والو طالبانو خونړۍ حمله باید د لویدیځو مشرانو لپاره د خطر زنګ وي چې د ناتو ماموریت په افغانستان کې له زیاتو ستونزو سره مخامخ دی.

ورځپاڼه لیکي:

په کابل کې د امریکا پر سفارت، د آیساف پر مرکزي دفتراو نورو مهمو تاسیساتو باندې د وسله والو حملې د دې ښکارندوى دي چې د سپتمبر له تروریستي حملو څخه لس کاله وروسته بیا هم وسله وال د افغانستان خلکو ته یو جدي ګواښ دی.

ډیلي ټیلګراف لیکي:

د کابل د سې شنبې د ورځې حملې د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما او د انګلستان د صدراعظم ډیویډ کامرون هغه ادعاوې هم تر پوښتنې لاندې کوي چي وایي، ناتو په افغانستان کې خپل اصلي هدف ته چې سوله او امنیت دی، نږدي شوي او په دې توګه له افغانستان څخه د امریکایي او انګلیسي عسکرو ایستلو ته لار هوارېږي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي:

له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د ایستلو د وروستۍ نېټې یا ضرب الاجل په اړه شک او تردید موجود دی او داسې بریښي چې دا ضرب الاجل په واشنګټن او لندن کي د سیاسي ملحوظاتو له وجې ټاکل کیږي، نه د افغانستان د وضعې او شرایطو پر اساس.

فارين پاليسي:

امریکا چاپ فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼې کې هم د کابل د حملو او امنیتي وضعې په اړه یوه تحللیي مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې راغلي:

کابل ته د وسله والو نفوذ او داخلیدل پر امنیتي ځواکونو باندې د خلکو باور ته زیان رسوي او دا ځکه چې د خلکو درک یا احساس یو مهم او اساسي اصل دی او طالبان په دې ښه پوهیږي.

فارین پالیسي خپرونه لیکي:

په کابل کي د وسله والو د سې شنبې د ورځي د حملې اصلي هدف داو چې وسله وال غواړي د انټرکانیننټل هوټل او د انګلستان د فرهنګي دفتر د حملو په څېر، هر څومره چې ممکنه وي، د خبری رسنیو پام ځانته واړوي او خلکو ته وښیي چې دوى لا هم قوي دي او د هغو کسانو پر مرکزونو حملې کولاى شي چې د کابل د ښار او خلکو د امنیت لپاره موظف شوي دي.
XS
SM
MD
LG