د افغانستان د سولې عالي شورا پدې باور ده، چې ددې دفتر په پرانستلو سره به د طالبانو د ادرس مسئله هواره شي او په هیواد کې د سولې روانې هلې ځلې به لا ګړندۍ شي.
د بریتانیی د ټایمز ورځپاڼې د یو رپورټ له مخې ټاکل شوې، چې د روان کال تر پایه د قطر په مرکز دوهه کې د طالبانو لپاره یو سیاسي دفتر پرانستلې شي.
که څه هم خپله طالبانو تراوسه پورې پدې اړه کومه تبصره نده کړې، خو د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار اسماعیل قاسمیار ازادۍ راډیو ته وویل، چې له هیواده بهر د طالبانو لپاره د یو سیاسي دفتر پرانستل په اصل کې ددوی غوښتنه وه.
″دا تدابیر ددې لپاره نیولې کیږي، چې د دواړو خواو ترمنځ د ناستې زمینه برابره شي او بیا په خپله کې خبرې وکړي. د یو سیاسي دفتر درلودل دوی ته دا امکان برابروي، چې دوی ځان تنګدستۍ وباسي او په خپلې ارادې سره پریکړه وکړي.″
که څه هم ټایمز ورځپاڼې دا ندي ویلي، چې دا دفتر د چا په لارښوونه پرانستلې کیږي، خو د ځینو لویدیځو ډیپلوماټانو په حواله یی لیکلي، چې اساسي هدف له طالبانو سره د سولې د رسمي خبرو پیلول دي.
په ورته وخت کې ځینې افغان کتونکي هم پدې باور دي، چې له طالبانو سره د یو سیاسي ادرس موجودیت کولې شي په هیواد کې د سولې روانې هلې ځلې موثرې کړي.
د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فاروق بشر له ازادۍ راډیو سره په خپلو خبرو کې قطر د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره یو مناسب ځای وباله.
ویل کیږي، چې له هیواده بهر د طالبانو لپاره د یو سیاسي دفتر د پرانستلو طرح د لومړي ځل لپاره د ملا عبدالسلام ضعیف لخوا وړاندې شوې وه.
په ورته وخت کې د ځینو هیوادونو نومونه هم وړاندې شوي وو، چې دا دفتر پکې ممکن پرانستلې شی، چې په هغو کې ترکمنستان، ترکیه، متحده عربي امارات شامل وو.
که څه هم په افغانستان کې د سولې هلې ځلې له ډیره وخته روانې وې، خو افغان حکومت د سولې د عالي شورا په جوړولو سره خپلو دغو هڅو ته رسمي بڼه ورکړه.
خو دا هر څه پداسې حال کې کیږي، چې د دولت وسله والو مخالفینو د سولې د خبرو لپاره د بهرنیو ځواکونو وتل اساسي شرط وړاندې کړې.