د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۰

قومي مشران: که حکومت د خلکو ستونزې حل نه کړي د سقوط هڅې به یې وشي


د افغانستان د بیلابیلو سیمو قومي مشرانو او مخورو، چې له تیرو دوو ورځو راهیسې په کابل کې په یوه غونډه کې دېره شوي، په حکومت انتقاد وکړ، چې د خلکو ستونزې نه هواروي.

دغو قومي مشرانو او مخورو، چې شمیر یې شاوخوا پنځو سوو تنو ته رسیږي، د ودان افغانستان ټولنې په نوښت په کابل کې راټول شوي، څو خپلې ستونزې مطرح کړي.

د افغانستان د مخورو د ټولنې مشر، محمد ایاز ترنک، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې ازادي راډیو ته وویل، چې دا مخور په خپلو سیمو کې له کلونو راهیسې له ستونزو سره مخ دی، خو چارواکي یې په حل کې نا غیړي کوي.

نوموړی وایي، دا مخور چې د هیواد د ټولو ولایتونو او له لیرې پرتو ولسوالیو راغلي، خبر داری ورکوي، که چېرې یې حکومت ستونزې هوارې نه کړي، نو د خلکو او حکومت ترمنځ واټن به لا پراخ شي.

″دوی په دریو برخو کې ډیری ستونزې لري، هغه د قضا، د پوهنې او د عامې روغتیا په برخه کې ده. د بیلګې په توګه زموږ مخور وایي، چې موږ حکومت ته وایو، چې ته ښوونځي راته جوړ کړه ساتل یې په ما. خو ته زما د کور سره مکتب جوړ کړه هغه تجهیز کړه، همدا راز د قضا او څارنوالۍ برخه، چې اکثره قومي مشران د شخړو په حل کې مخکې دي، دوی د دې ستونزو د حل وروسته د حکومت له خوا یې ملاتړ نه کېږي او په دې برخه کې پاتې راغلی دی.″

په دې غونډه کې یوشمېر قومي مشرانو وویل، چې دوی هرکال په دې ډول کلنۍ غونډه کې مسولینو ته د خپلو سیمو د خلکو اساسي غوښتنې وړاندې کوي، خو هغوی یې نه عملي کوي.

دوی وایي، اوسمهال په ولایتونو کې خلک له حکومت، څخه ناراضه شوي، ان خپلې ستونزې د وسله والو طالبانو او یاهم د قومي مشرانوله لارې حل کوي.

دوی ګواښ وکړ، که چېری حکومت د ولس ستونزې حل نه کړي، هغوی به د دې حکومت د سقوط لپاره لاس په کار شي.

″۱ - دولت خپل اعتماد له لاسه ورکړی، خلک غواړي، چې خپلی ستونزې د خپل کلي په قومي مشر، د کلي په سپینږیرو او د خپل جومات په ملا امام حل کړي.

کله ناکله، چې دا ستونزې لږ ډیرې شي او یا د قضیې یوه ډله حق ته نه حاضریږي، بیا دوی ان وسله والو طالبانو ته مراجعه کوي او هغوی یې ورته حل کوي.″

۲- موږه تیر کال د قتل څلور فیصلې، چې د قومي مشرانو د سولې د شورا له لارې حل کړې، نن موږ ډیرې ستونزې لرو، خو یو شی دی، پړه به موږ په چا وراچو، چې زموږ دولت د چانه خرابیږي؟

د دې پړه به په چارواکو اچوو، ملت رایه ورکړې ده، دوی ژمنه کړي او قسم یې کړی، چې زه وفا کومه او ستا لپاره به خدمت کوم، خو چا خدمت نه دی کړي، نوځکه ملت واټن ترې نیسي.″

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال سیامک هیروي، د مخورینو دا انتقادونه د دیموکراسۍ شرط وباله او ویې ویل، چې هرڅوک کولای شي، په دی ډول غونډو کې د حکومت په کړنو نظر ورکړي.

نوموړی وایي، دې حکومت تر بل هر وخت زیات قومي مشرانو ته ډیر ارزښت ورکړی او د بیارغونې کار د دوی په مشوره شوی.

″په هغو سیمو کې چې د خلکو ستونزې د حکومت له خواهواریږي، د قومي مشرانو او مخورو رول په کې ډیر مخکښ دی.

د بیلګی په توګه د سیمه ایزو ارګانونو او د کلیو پراختیا وزارت که تاسې وڅیړﺉ، په هرځای کې د سپینږیرو او قومي مشرانو په مشوره او د هغوی په حضور کې د بیارغوني پروژی پلې شوې او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې ده.″

ښاغلي هیروي وویل، چې دوی به یوځل بیا د قومي مشرانو غوښتنو ته پام وکړي او د خپلو راتلونکو فعالیتونو په چوکاټ کې عملي کړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې په افغان حکومت د مخورو او قومی مشرانو له خوا د بې غورۍ تورونه لګول کېږي، بلکې له دې مخکي هم، په وار وار، دا ډول غونډې شوي.

نړیوالې ټولنې هم په افغان حکومت انتقاد کوي، چې د دوی په مرسته شویو پیسو د خلکو ستونزې نه دي هوارې شوې، بلکې د چارواکو له خوا خوړل شوې دي.

راپور: ذکېه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG