د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۴

"پښتانه د مشرتابه له ستونزې سره مخ دي"


واشنګټن پوست ورځپاڼه لیکي، د اسې ښکاري چې په کابل کې د امریکا سفیر رایان کراکر له واشنګټنه ډير لیرې دی، علت یې دا نه دی چې دی له کابله د یوه ټیلیفون له لارې چې ډاډه نه دی،خبرې کوي.

کراکر وایي، ستراتیژیک صبر د مسلو د حل اساسي لار ده، چې زموږ امریکایانو ته ګرانه ده.

موږ په افغانستان کې دغه صبر او حوصلې ته اړ یو، په عراق کې هم دې کار ته اړ وو او له پاکستان سره په چلند کې باید هم له دغه صبر او حوصلې کار واخلو.

ورځپاڼه د کراکر له قوله لیکي چې وایي، دی په دې پوه دی چې امریکایان له جګړې ستړي شوي او دی په خپله هم له جګړې ستومانه دی.

واشنګټن پوست لیکي، کراکر د خدمت په موده کې د توغندیو حملې زغملي، د ټلویزیون په پردو کې یې د امریکا د کانګرس د کمېټو له غړېو سره سختې لفظې شخړې کړي او هم یې له دوو تند مزاجو شخصیتونو حامد کرزي او نوري المالیکې سره تند او تیز بحثونه کړي دي.

ورځپاڼه لیکي، ۶۲ کلن کراکر په عراق کې له ماموریت وروسته یو ځل د استعفا هڅه وکړه، خو وروسته چې د اوباما او پترویس اړیکې له کرزي سره خرابې شوې، دی یې یوځل بیا د سفیر په توګه کارته راوباله.

واشنګټن پوست لیکي، رایان کراکر اوس دوه وړاندیزونه لري، یو دا چې د القاعده پرضد د جګړې پای ته رسول په دې مانا نه دی چې دغه جګړه دې هرڅومره ژرختمه شي.

هغه لیکي، تر اوسه د القاعده یو زیات شمېر د کرکې وړ بې رحمه او مصمم غړي شته او دی فکر نه کوي چې القاعده دې د خپل پخواني مشر په وژلو سره له کاره لویدلې وي.

واشنګټن پوست د کراکر په په وینا لیکي، یو بل تریخ واقعیت دا دی چې د القاعده برخلیک د افغانستان او طالبانو د ډلې له برخلیک سره تړلی دی.

کراکر وایي، القاعده ځکه په افغانستان کې نشته چې موږ امریکایان هلته یو او که له وخته مخکې له افغانستانه وځو افغانستان به بیا د طالبانو لاس ته ولویږي او هاغه وضعیت به بیرته پردې هېواد حاکم شي چې د سپټمبر د یولسمې حملو دمخه پرې حاکم وو او القاعده به بیرته نړېوال جهاد ته مخه کړي. دی وایي، په دې خاطر موږ ته پکار ده چې کارونه سم ترسره کړو.

فایننشل ټایمز:

پښتانه روانې جګړې ډير کړولي دي، بریتانوی فایننشل ټایمز ورځپاڼه تردې سرلیک لاندې په یوه مقاله کې له یو لړ څرګندونو وروسته لیکي، د امریکا متحده ایالاتو پر افغانستان یرغل وکړ او د القاعده مشران یې د پولې په اوږدو کې قبایلي سیمو ته تیښتې ته اړ کړل.

دا هغه سیمه ده چې د پاکستان په وړاندې د جګړې د زیاتوالي په اصلي محور بدله شوې.

فایننشل ټایمز لیکي، دغه سیمه د جهادیانو د جذب پر قوې بدله شوې او هم یې په افغانستان کې د پنتاګون د ستراتیژۍ په وړاندې ستونزې راولاړې کړي.

د ورځپاڼې په وینا دې حقیقت د امریکا ولسمشر بارک اوباما دې ته اړکړ چې قبایلي سیمې، په نړۍ کې متحده ایالاتو ته تر ټولو خطرناکې سیمې یادې کړي.

ورځپاڼه لیکي، دا سیمې په خپله د پښتنو لپاره هم مخ په زیاتیدونکو خطرونو بدلې شوې.

پښتانه چې له دې پرته هم د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یولسمې حملو د مخه له پامه غورځول شوي و، ځان وژونکو بم چاودنو، پوځي عملیاتو او د طالبانو منظمو حملو یې ژوند نور هم تریخ کړی.

طالبانو د سلګونو قومي مشرانو په وژلو سره هڅه کړې چې د پښتنو د ژوند دودیز جوړښت له منځه یوسي.

په زرګونو کسان په ځان وژونکو حملو کې چې د سپټمبر د یولسمې له حملو د مخه ظاهرا په پاکستان کې نه وې عام شوې، وژل شوي دي.

د فایننشنل ټایمز ورځپاڼه لیکي، په ۲۰۰۹ کال کې چې شخړې اوج ته رسیدلې وې، د پاکستان په شمال لویدیځ کې له دریو میلیونو څخه زیات پښتانه خپل کور اور پریښودوته اړ کړی شوي و.

ورځپاڼه لیکي، راتلونکې لسیزه به وښیي چې ایا د پښتنو د اصولو دودیزسیستم بیرته ځان رغوي او که وروستي تحولات ټولنه د یوې ابدي جګړې مسیر ته غورځوي.

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر رستم شاه مومند فایننشل ټایمز ته ویلي چې پښتانه د مشرتابه له ستونزې سره مخ دي.

د پښتونو وضعیت یوې داسې بیړۍ ته ورته دی چې ماڼویا چلونکی نه لري او زیاته یې کړه پښتانه نن ورځ د خپل ژوند په زروکالو کې له ترټولو ستر مصیبت سره مخامخ دي.
XS
SM
MD
LG