د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

"د سپټمبرد پېښې لسمه کلیزه په درېيو ځایونو کې ولمانځل شوه"


ولسمشر بارک اوباما او پخواني ولسمشر جورج ډبیلیو بوش دواړه یو د بل په خوا کې په نیویارک کې په ګرونډ زیرو کې چپ ولاړ وو، چې د کلیسا زنګ درست په هاغه وخت چې لس کاله پخوا لومړنۍ مسافر وړونکې الوتکۍ د سوداګرۍ له لومړنۍ لوړ پوړي ودانۍ سره ټکر وکړ، دوه ځلي وکړنګول شو، اوباما د انجیل یوه برخه ولوستله چې وایي:

(خدای موږ ته پناه او قوت راکوي، په سخت حالت کې مو مرسته کوي، په دې خاطر که ځمکه له خپل محور څخه واوړي او که غرونه د سمندر منځ ته هم ننوځي، موږ نه بیریږو.)

بوش چې د حملې په وخت د جمهوري ریاست د دورې په لومړي کال کې په سپینه ماڼۍ کې و، د پخواني ولسمشر ابراهم لینکلن د کورنۍ جګړې د وخت یو لیک یې ولوست چې یوې مورته یې لیکلی و، چې پنځه واړه زامن یې له لاسه ورکړي و:

(زه دوعا کوم، چې زموږ اسماني پلار ستاسو غمونه لیرې کړي او تاسو ته یواځې د خپلو عزیزانو ویاړلې خاطرې چې له لاسه مو ورکړي، پریږدﺉ او هغه لوړ مقام ستاسو په نصیب کړي چې د ازادي لپاره مو دومره لوړ قیمت ورکړی دی. په اخلاص او درنښت، ابراهم لینکلن.)

د سپټمبر د یولسمې د حملو د قربانیانو کورنیو د لومړي ځل لپاره هغه نوی یاد ځای وکوت چې په کې د سوداګرۍ د نړېدلو لوړ پوړو ودانیو د ځمکې د پلان په اندازه دوه د اوبو ژور حوزونه جوړ شوي دي.

د حوزونو له څنډو اوبه لس متره لاندې په مربع شکله کوچینیو حوزونو کې توییږي، د قربانیانو نومونه چې د برونزو پر لوحو لیکل شوي، د حوزونو په شاوخوا دیوالونو نصب شوي دي.

د سپټمبر د یولسمې د حملې د یاد ځای شاوخوا د نویو لوړ پوړو ودانیو د جوړولو او د عامه ترانسپورت د تم ځای د جوړولو کار روان دی.

په مرکزي برخه کې د سوداګرۍ د یوه مرکز د لوړ پوړي ودانۍ د جوړولو کار تر ډیره حده مخ ته تللی او په بشپړېدو سره به یې یوه د امریکا تر ټولو لوړه ودانۍ وي.

په نیویارک کې د مراسمو په جریان کې د قربانیانو نومونه په لوړ اواز واخیستل شول.

په واشنګټن کې مرستیال ولسمشر جیو بایدن، د دفاع وزیر لیون پانیتا او د ټولو وسله والو ځواکونو لوی درستیز مایک مولن د زرو زیاتو هغو کورنیو له غړیو سره یوځای شوي وو، چې خپل عزیزان یې د سپټمبر په یولسمه د پنتاګون په ودانۍ د تښتول شوې الوتکۍ د جنګیدو په پېښه کې له لاسه ورکړي دي.

په دې پېښه کې د الوتکۍ ۵۹ سپرلۍ او د دفاع وزارت یا پنتاګون د ودانۍ د ننه ۱۲۵ تنه وژل شوي و.

ولسمشر بارک اوباما پرون په نیویارک کې د سپټمبر د یولسمې کلیزې په مراسمو کې له ګډون وروسته د پنسولوانیا لویدیځ هغه ځای ته ولاړ، چې د یونایټید ۹۳ الوتکه راغورځیدلې وه، د پېښې په ځای کې د الوتکۍ د سپرلیو د کورنیو غړي د خپلو عزیزانو د یاد لپاره راټول شوي و.

اوباما د قربانیانو یاد څلي ته د ګولو ګیډۍ کښیوده او د قربانیانو د کورنیو غړیو ته یې وینا وکړه.

د سپټمبر د یولسمې کلیزې له لمانځلو سره په یوه وخت پرون سپینې ماڼۍ د اوباما یوویډیویي پیغام خپور کړ، چې په کې دی د امریکا خلکو ته وایي، د سپټمبر د یولسمې تروریستي حملو اصلي طراح اسامه بن لادن او د القاعده یو زیات شمېر نور مشران ووژل شول او د غه تروریستي ډله اوس له ماتې سره مخ ده.

خو اوباما دغه راز وویل، چې موږ له یوه سخت دښمن سره مخامخ یو او اشتباه نه کوو، دوي به هڅه وکړي چې بیا پر موږ حمله وکړي.

د اوباما له دې پیغام سره په یوه وخت د سپټمبر د یولسمې کلیزې د لمانځلو لپاره په نیویارک او واشنګټن کې کلک امنیت نیول شوی و.

دا وروسته له هغې چې د استخباراتو چارواکو ویلي و، چې نا تایید شوي کره شواهد یې ترلاسه کړي چې د سپټمبر د یولسمې حملو د لسمې کلیزې په مناسبت د یوې حملې د خطر پیشبیني کوي.

پرون امریکایانو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یولسمې تروریستي حملو د لسمې کلیزې د یاد مراسم په کلیساګانو، جوماتونو او د اوروژلو په ادارو کې ولمانځل.

د نیویارک د منهاتن په لاندې برخه کې په هغه ځای کې چې د اسلامي مرکز د جوړیدو وړاندیز شوی، خلک راټول شوي و او د سپټمبر د یولسمې د پېښې د قربانیانو یاد یې تازه کړاو د هغوي له کورنیو سره یې خواخوږي وښوده.

دوي دغه راز هغه هلې ځلې پرځای وبللې، چې له یوې لسیزې راپدیخوا په امریکا کې د غیرمسلمانو او مسلمانو امریکایانو ترمنځ د نژدې کېدو لپاره پیل شوي دي.
XS
SM
MD
LG