امريکايي چارواکي وايي، دوي داسې کره معلومات تر لاسه کړي چې د سپتبمر د یوولسمې د کالیزي په ترڅ کې به القاعده ممکنه ده چې پر نیویارک او واشنګټن حملې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سپتمبر د یوولسمې د پېښې د لسمې کالیزې د مراسمو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
وسله والو طالبانو خبري رسنیو ته په خپلې لیږلي اعلامیي کې ویلي، چې هغوي د سپتمبر د یوولسمې په پېښې کې لاس نه درلود.
دوي په همدې اعلامیې کې ویلي، متحد ایالات د سپتمبر د یوولسمې د حملې په پلمه افغانستان اشغال کړ او نړېواله ټولنه د زر ګونو افغانانو د وژنې مسووله ده.
تر هغه وروسته چې حکومت په نا تاتید شوي ډول د تروریستي حملو د خطر اعلان وکړ، نو په نیویارک او واشنګټن کې يي په لوړه سطح امنیتي تدابیر ونیول شول.
نن به په متحد ایالاتو کې د سپتمبر د یوولسمې د پېښې لسمه کالیزه لمانځل کیږي.
د متحد ایالاتو د کورني امنیت وزارت وايي، د یوې نوې تروریستي حملې په اړه ځانګړې کره، خو ناتید شوي معلومات تر لاسه شوي چې په دې هېواد کې تر ټولو بدې پېښې د یاد په ورځ پلان شوي دي.
د متحد ایالاتو د ولسمشر مرستیال جوبایدن او یو شمېر نور مقامات وايي، دا ممکنه ده چې د موټر بم کومه حمله وي چې کوم تونل او یا پل به هدف ګرځوي.
د متحد یاالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلنټن پرون وویل، د سپتمبر د یوولسمې د کالیزې په لړ کې د یوې بلې حملې احتمال نه شي کېدای چې له توقع څخه لرې وي:
“د سپتمبر په ۱۱ مه د تروریستانو دا ګواښ باید زموږ لپاره د حیرانتیا وړ نه وي، دا د بنسټ پالنې پر ضد زموږ د مبارزې پرله پسې یادونه ده.
مهمه نه ده، چې د چا له خوا د دغه ګواښ تبلیغ کیږي، له کومه ځایه راځي او څوک یي ممکن هدف وي.”
میرمن کلنټن وویل، دا معلومات د دې لپاره خپاره شوي څو د نیویارک د اوسیدونکو او نورو په میلیونونو امریکایانو مرسته راجلب شي او دوي د پېښې په اړه هوښیار او بیدار وساتي.
رویټرز اژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله، چې نوم یې نه دې اخیستی وايي ممکنه ده چې په دې تروریسي حملې کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري لاس وي، چې د روان کال د مې په میاشت کې به پاکستان کې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته د هغه پر ځای د القاعده د مشر په توګه وټاکل شو.
سپینې ماڼۍ دا خبره تایید کړه، چې ولسمشر اوباما په ټول هېواد کې د ترهګري پر ضد د هڅو د پراخیدو امر کړی.
د نیویارک ښاروال میشل بلمبرګ وړمه ورځ په نیویارک کې خبري غونډې ته وویل، د نیویارک د پولیسو څانګې اضافي عسکر په سیمه کې ځای په ځای کړي دي:
(تمه ده، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د یکشنبې په ورځ په واشنګټن او نیویارک کې د سپتمبر د ۱۱ مې د تروریستي حملو هغه ځایونه وګوري چې شاوخوا درې زره کسان په کې وژل شوي وو .)
د دغو حملو مسولیت د القاعده شبکې په غاړه اچول شوی دی.