د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۹

د بيارغونې په وړاندې خنډونه


په افغانستان کي په زرونو کیلومتره سړکونه، زیات شمېر ښوونځې، روغتونونه، مخابراتي آسانتیاوي او نور جوړ شوې، د خلکو د سیاسی آګاهۍ او علمي سطحې د پورته کیدو لپاره د اکاډمیکو موسسو شمېر زیات شوی او په عین حال کي د مطبوعاتو د واقعي آزادۍ په چوکاټ کي بي حسابه خبري رسنۍ هم فعالیت کوي.

د افغانستان وسله وال چي تر ډېره حده په طالبانو کي خلاصه کیږي، تر خپل واک لاندي سیمو کي د بیا رغوونی کارونواو عام المنفعه پروژو ته اجازه نه ورکوي او په خپل لاس د خپلو اولادونو او خلکو ژوند د خرابۍ خواته بیایي.

وسله وال باید دي مسلې ته جدې پام وکړې چی د نړیوالو دا ژمنې او مرستې تر ابده دوام نکوي او که چیري بندي شی نوافغانان به بیا هم ګاونډیانو او نورو ته مختاج وي او برخه لیک به یی د کمشنرانو او اخندانو په لاس کي وی. پداسي یوه حالت کي به افغاني ویاړ او ملي غرورو له منځه لاړ شي او د یوه ملت په توګه د افغانانو موجودیت به هم له واقعي خطر سره مخامخ شي.

دا چی په افغانستان کي د بیا رغووني د کارونو په مخکي څه ډول خنډونه او موانع پراته دې؟ د دولت مخالفان ولي د بیا رغووني او خیریه موسسو په کارکوونکو حملې کوې؟ آیا خلک پدي پوهیږي چي عام المنفعه پروژې او تاسیسات د دوي ملي شتمني ده؟ دا او نورې پوښتنې به له محترمو میلمنو سره په خبرو کي ځواب شي.

د کابل په سټډیو کي رابللي میلمانه دي:

۱ - د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمیسیون مشره محترمه شکریه بارکزۍ

۲ – د افغانستان د بشري حقونو د خپلواکه کمیسیون د کابل ساحوي رئیس ښاغلی شمس الله احمدزی

۳ – د افغانستان د نابنایانو د ټولنې رئیس ښاغلی نعمت الله ریکازی

۴ – د اقتصادي او حکومت دارۍ د چارو کارپوه ښاغلی عبدالعزیز بابکرخیل

پروګرام په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ
XS
SM
MD
LG