د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

د جعلي ډالر نوټونو د چلښت په اړه اندیښنې


افغان اقتصادي کارپوهان او صرافان په دې باور دي، چې د هېواد بازارونو ته د جعلي ډالرو د واردولو له لارې ځینې ګاونډي هېوادونه هڅه کوي، چې د پیسو د تبادلې د بازارونو په نسبت موجوده باور زیانمن کړي.

په کابل کې د سرای شهزاده د اسعارو د تبادلې د مارکیټ یو شمېر صرافان وایي، چې اوس اوس له ایران څخه په زیات شمېر کې جعلي ډالر نوټونه وارد شوي، چې د بهرنیو اسعارو په راکړه ورکړه کې یي ستونزې زیږولي.

که څه هم د کابل ښار د صرافانو د ټولنې یو غړې حاجي امین اله وجدان وایي، چې صرافانو په څو مواردو کې جعلي نوټونه پیژندلي، خو ده له خلکو هم وغوښتل، چې له داسې مسایلو سره د مخامخ کېدو په صورت کې امنیتي ځواکونه خبر کړي:

(یواځې ایران نه بلکه پاکستان هم ډیر له پخوا څخه يي دا هڅې کړي چې زموږ اقتصادي بازار بې ثباته کړي،دوي جعلي ډالر هلته چاپوي او زموږ خاروې ته يي رالیږي.

زموږ نظر داده چې پوله ساتي ځواکونه دې کلک بندیز پرې ولګوي او بل مو خلکو ته دا پیغام دی چې په هره لحظه کې دا جعلي پیسې له چا سره ولیدلې نو ژر دې پولیسو ته خبر ورکړي)

د افغان صرافانو په وینا د اصلي او جعلي ډالرو ترمنځ د توپیر لپاره لږ دقت پکار دې او په اسانۍ سره له یو بل نه تفکیک کیږي، ځکه د دوي په وینا د اصلي ډالر کاغذ لږ څه زیګ دې.

له بل لوري افغان اقتصادي کارپوهان بیا په دې باور دي، چې په هېواد کې د څارنې لپاره د یو منظم میکانزم نشتوالې د دې لامل شوې، چې جعلي نوټونه بازار ته وارد شي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سیف الدین سیحون وایي، چې په بازارونو کې د جعلي نوټونو موجودیت ټول اقتصادي او سوداګریز فعالیتونه زیانمنولې شي.

د ده د دې کار د مخنیوي لپاره ځینې وړاندیزونه هم لري او وایي:

(دولت د تکنیکي وسایلو په کار اچولو سره کولای شي چې په اوزاري وسایلو ددې مخه ونیسي.)

دا لومړې ځل نه دې، چې په افغان بازارونو کې د بهرنیو اسعارو د جعل په اړه اندیښنې څرګندیږي، بلکه تر دې مخکې هم څو څو دا اندیښنې تکرار شوي او زیات خلک یي قرباني شوي.

موږ وغوښتل، چې په دې اړه د افغانستان بانک سره هم خبرې وکړو او موجوده اندیښنې ورسره شریکې کړو، خو د رخصتۍ له کبله د دوي په موندلو کې پاتې راغلو.
XS
SM
MD
LG