د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

په ښوونځیو کې سکان او هندو ماشومان ځورول کیږي


په کابل کې د اهل هنود او سک اقلیت وایي، چې دوي ته د پوهنې په برخه کې د لازمو اسانتیاوو د نه موجودیت له کبله اړ دي چې خپل ماشومان د زده کړې لپاره هند او پاکستان ته ولیږي.

هندوان او سکان تر ډیره د کابل ښار د کارته پروان او شوربازار په سیمو کې اباد دي او د ځینو ستونزو له کبله دوي نه شي کولای خپل ماشومان دولتي ښوونځیو ته واستوي.

د دوي مشران وایي، که څه هم دوي افغانان دي او پنځه زره کاله مخکې یې نیکونه په افغانستان کې زیږیدلي دي، خو بیا هم کله نا کله دوي ته د افغان په سترګه نه کتل کیږي.

دوي وایي، چې له یوې خوا یې اقتصاد دومره ښه نه دی چې خپل ماشومان خصوصي ښوونځیو ته ولیږي او له بلې خوا په دولتي ښوونځيو کې د دوي ماشومان دومره زورول کیږي چې بالاخره د زده کړو پریښودلو ته اړ شي.

د اهل هنود او سک مشرانو ازداۍ راډیو سره خپلې ستونزې داسې شریکې کړې.

(زما نوم راوندر سنګهه دی د اهل هنود د څلورمې ناحیې وکیل یم، زه له خپلو خلکو غواړم چې دوي باید وپوهیږي چې موږ هم افغانان یو، تاسو تاریخ ولولﺉ، په افغانستان کې اهل هنود او سک یو زوړ تاریخ لري، چې له پنځه زره کلونو نه هم ډير دی.

تاسو باید خپل ماشومان وپوهوﺉ چې دغه خلک چې تاسو یې ویني دوي هم افغانان دي او باید چې د دوي ماشومان ونه زوروي، ځکه چې کله موږ په لاره هم ځو نو موږ ته ځینې خلک وایي چې له هېواده مو څه وخت راغلي یي، کنځلې هم راته کوي، دوي فکر کوي چې موږه بهرنیان یو او په څه شي نه پوهیږو).

د دوي ماشومان هم وایي، چې دوي نه شي کولای په هغو ښوونځیو چې په عام ډول په کابل کې موجود دي زده کړې وکړي، ځکه دوي ته په سپکه کتل کیږي او کله نا کله د نورو ماشومانو له خوا زورول کیږي هم.

(۱:- زما نوم درمندر سنګهه دی د کارته پروان په درمسال کې زده کړه کوم، ما په نورو ښوونځیو کې مسلمان ماشومان وهي او کنځلې راته کوي، هندو راته وايي، ښوونکي ته مو ویلي دي خو څه نه ورته وایي.
زما خوښیږي چې نورو دولتي ښوونځیو ته ولاړ شم.

۲:- زه د عاشقان او عارفانو په ښوونځي کې زده کړه کوم، موږ نور زده کوونکي ډير زوروي، موږ ته وايي هندو، مسلمان شﺉ، کلمه مو ووایي، خولې مو له سره راباندې لیرې کوي، هغه ډير غټ غټ هلکان دي زموږ زور نه ورباندې رسیږي.

موږ له هغوي نه غواړو چې موږ ته کنځلې ونه کړي، خولی مو له سره راباندې لیرې نه کړي، موږ سره دې ورورولي وکړي نو موږ به ډیر خوشاله شو.

۳:- موږ ته هندو وايي، کافر راته وايي، زه په ښوونځي کې وم خو پلار مې ورنه وویستم او نوره یې ښوونځي ته پرینښودم، ځکه هلته به هلکانو وهلم او زورولم به یي.)

د اهل هنود او سک اقلیت مشران د پوهنې له وزارته غواړي، چې د دوي ماشومانو ته دې جلا ښوونځي جوړ کړي، څو دوي دې ته اړ نه شي، چې خپل ماشومان هند او پاکستان ته واستوي،خو د پوهنې وزارت بیا وایي، چې د هندو او سک ماشومانو دغه ستونزې یې په پام کې دي.

د دغه وزارت ویاند امان الله ایمان وایي، چې هر کله دوي د جلا ښوونځي غوښتنه وکړه، موږ چمتو یو چې کار ورسره پیل کړو.

په افغانستان کې په ټولیزه ټوګه درې زره د هندوانو او سکانو کورنۍ ژوند کوي، چې له هغې جملې نه یې درې سوه او اتلس کورنی په کابل او نوری کورنی یې په خوست، هرات، غزني، کندهار او جلال اباد کې ژوند کوي.

دوي هم لکه د نورو افغانانو د اویاومې لسیزې د کورنیو جنګونو او بدلونونو په مهال کړول شوي او له هېواده وتلو ته اړ شوي، خو د نوي نظام په راتګ سره یي بیرته هېواد ته مخه کړې او خپل روزګار یي پیل کړې.

جمیله ظریف،کابل
XS
SM
MD
LG