د امریکا دفاع وزیر وایي، په ایران کې د یوه انقلاب راتګ د وخت خبره ده. لیون پانیتا وویل، د ایران اصلاح غوښتونکو د تونس، مصر، لیبیا او سوریې له پاڅونونو زده کړه کړې ده.
پانیتا چې پخوا د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا سي ای اې مشر و په جولای کې دفاع وزیر شو.
له ده د چارلي روز تلویزون په یوې خپرونې کې د سې شنبې په ورځ پوښتنه وشوه چې د عربانو د پسرلي په څېر پاڅون به په ایران کې چې عربي هیواد نه دی، هم پیل شي.
پانیتا په ځواب کې وویل، خامخا بیا یې زیاته کړه چې د ایران د ولسمشرۍ په تیرو انتخاباتو کې داسې نښې موږ ولیدې او دا څرګنده شوه چې په ایران کې داسې تحریک شته چې د یو شمیر نورو سیمو په څیر اندیښې لري.
د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه چې له بیلابیلو لارو دا کیدای شي چې په ایران کې دغه ډول بدلون، اصلاحات او پاڅون وشي.
د دوه زره نهم کال په جون کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر مهال چې محمود احمدي نژاد بیا پکې بریالی شو، د ایران امنیتي ځواکونو له مظاهره کوونکو سره نښتې وکړې.
د امریکا دفاع وزیر وویل، اندیښنه دا ده چې د دې ډول پاڅونونو ملاتړ ستونزې پیدا نه کړي. پانیتا څرګنده کړه چې موږ باید هر ګام چې اخلو د هغو ملاتړ وکړو خو ورسره همزمانه موږ ته پکار دي چې وضعیت وڅارو څو ډاډ شو چې زموږ مرسته ناوړه نتیجه ورنه کړي او د هغوی هڅې ضایع نه کړي.
د ایران مشرانو بیا د عربي هیواد د پسرلی پاڅونونو ته دا خوښي کوله چې په عربي نړۍ کې به د امریکا پلوي رژیمونه ړنګ شي. د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي وویل، چې دا د مسلمانانو ویښیدل دي او د ایران د نولس سوه نهه اویایم کال له انقلاب څخه یې الهام اخیستی دی څو لویدیځ پلوه پاچاهان لرې کړي او اسلامي حکومت ټینګ کړي.
خو پانیتا بیا دغو پېښو ته له بل نظره ګوري، دی وایي، زما په فکر په ایران کې اصلاح غوښتونکی تحریک له هغو پیښو چې په تونس، مصر، لیبیا او سوریې کې شوې دي او کیږي ډیر څه زده کوي.