د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۸

په پکتیا کې وسله والو یو کلینک سوځولی


د کلینک ساتونکی وايي، چې لسګونو وسله والی دی وهلی او بیا یې تړلی او بیا کلینک ته اور ورته کړی دی.
د کلینک ساتونکی وايي، چې لسګونو وسله والی دی وهلی او بیا یې تړلی او بیا کلینک ته اور ورته کړی دی.
د پكتيا په مركز ګردېز كې بېګا شپه وسله والو كسانو يوه روغتيايي كلينك وسوځاوه او په د دغه كلينك پر ودانۍ سربېره په كې ټول طبي وسايل هم له منځه تللي دي.

دغه روغتيايي كلينك چې شا او اخوا اته كاله وړاندې جوړ شوى و، بېګا شپه د وسله والو كسانو له خوا په راكټونو وويشتل شو او له هغې وروسته ورته اور وركړل شو، په داسې حال كې چې دغه كلينيك د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو د مركزي هډې په دوه كيلومترۍ كې پروت دى.

دغه روغتيايي كلينك چې د مركز ګردېز اړوند د مهلن په سيمه كې له شا او خوا اتو كلونو راهيسې فعال و، بېګا شپه شا او خوا اته بجې د نا معلومو وسله والو كسانو له خوا تر وسله وال بريد لاندې راغى او له بريد وروسته ورته اور وركړل شو، چې اوس يې ټولې خونې له ماتو ښيښو او ايرو ډكې دي.

د سردار په نوم د دې كلينك يو تن ساتونكى كيسه كوي، چې په توره تياره كې لسګونه وسله وال كسان، چې راكټونه او كلاشينكوفونه يې په لاسو كې وو، له كلينيك څخه راتاو شول، له هر څه وړاندې يې نوموړى وواهه، په خپله لونګۍ يې لاسونه ور وتړل او له هغه وروسته يې كلنيك ته اور ورته كړ.

نوموړي بند ژبه ازادۍ راډيو ته وويل، چې وسله والو كسانو د كلينيك په ودانۍ د راكټونو ډزې هم وكړې او له هغه وروسته يې ودانۍ ته اور ورته كړ او نوموړي يې چې لاسونه يې تړلي وو، له ليرې څخه ننداره كوله.

دا مهال د پكتيا ولايت په كچه ۳۹ روغتيايي مركزونه فعال دي او د دې مركزونو له ډلې څخه يې د مهلن دغه كلينك يو نمونه يي كلينيك بلل كېده، چې د همدې سيمې زرګونو خلكو ته يې روغتيايي خدمتونه وړاندې كول.

د پكتيا د روغتيا رياست مشر ډاكټر نادر نوري د سوځېدلي كلينيك تر څنګ رسنيو ته وويل، چې د دې كلينيك په سوځېدلو خواشينى دى، خو زياتوي تر دې مهاله دا معلومه نه ده چې په دې پېښه كې څوك لاس لري.

ډاكټر نوري دا هم زياته كړه، په هغو سيمو كې چې وسله وال طالبان زيات فعال دي، د دوى روغتيايي مركزونو ته هيڅ ډول خطر نشته او حتى وسله وال طالبان د روغتيايي مركزونو كارونه څاري، خو نوموړي له ټولو غاړو وغوښتل، چې د يوه بې طرفه سكتور په توګه دې، روغتيايي مركزونه او طبي كاركوونكي نه په نخښه كوي.

ښاغلي نوري وويل، چې كه دغه كار وسله والو طالبانو نه وي كړى، نو بيا له افغان دولت او په خپله له طالبانو څخه غواړي، چې د كلنيك د سوځوونكو په مجازات كې دې ورسره مرسته وكړي.

دا لومړۍ ځل دى چې د پكتيا ولايت په كچه د وسله والو كسانو له خوا يو روغتيايي مركز په نخښه كېږي او سوځول كېږي.

خو دا چې وسله وال طالبان په دغه پېښه كې د دوى د كسانو لاس لرل ردوي، نو اوس معلومه نه ده چې ايا د وسله والو طالبانو تر څنګ بله هم كومه داسې ډله شته، چې د يوه واړه كلنيك لپاره دومره زيات شمېر جنګيالي رالېږي، د دوى په څېر جامې او لباسونه اغوندي او همدا ډول د كلنيك د سوځولو پر مهال بيا هم د طالبانو په څېر د الله اكبر ناري وهي؟

راپور – لمر نیازی - پکتیا
XS
SM
MD
LG