د ایران ولسمشر تاجکستان ته په خپل وروستي سفرکې د بریښنا د تولید داسې پروژه پرانیسته چې افغانستان ته به هم د بریښنا په لیږدولو کې مرسته وکړي.
په وروستیو کې د ایران، افغانستان، تاجکستان او روسیې ولسمشرانو په (دوشنبې) کې څلور اړخیزه غونډه وکړه او د سیمې پر حالاتو یې خبرې وکړي.
د دې غونډې په ترڅ کې پرمختلفو سیمه ایزو او نړېوالو مسایلو خبرې شوې دي.
د ایران ولسمشر په خپلو خبرو کې یو وار بیا پر نړېوالو قدرتونو انتقاد وکړاو ویي ویل چې د اسیايي او افریقايي هېوادونو په چارو کې د یو شمېر هېوادونو د مداخلې له امله اندیښنه لري.
د ایران ولسمشر ویلي، چې تهران په اسیا او د افریقايي هېوادونو په کورنیو مسایلو کې د نړۍ د سترو نړېوالو قدرتونو او پردیو له خوا روانې مداخلې د اندیښنې وړ ګڼي:
(موږ ټولو ولسونو ته د استقلال، ازادي او عدالت غوښتنه لرو، موږ د اسیا او افریقا د هېوادونو په کورنیو مسایلو کې د قدرتمنو هېوادونو له مداخلې اندیښنه لرو.
زموږ په باور، داسې مداخلې د ولسونو د ګټو، د هغوي د حیثیت او عزت او ثبات په خلاف دي.)
په تاجکستان کې د اوبو د بریښنا د تولید د دې پروژې د پرانیستلو په غونډه کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هم ګډون درلود .
فرانس پریس لیکي، د ایران حکومت په تاجکستان کې د ( سنګ توده ) په نوم د ابو برق د تولید پر دې پروژه لږ تر لږه ۱۸۰ میلیونه امریکايي ډالره مصرف کړل.
دا پروژه به دولس کاله د ایران لپاره فعالیت کوي او تر هغه وروسته به د تاجکستان حکومت ته وسپارله شي، د تاجکستان له خوا پردې پروژه یوازې څلویښت میلیونه ډالر مصرف شوي دي.
د برق د تولید د دې پروژې له فعالېدو سره به د تاجکستان په مرکزي سیمو کې د ژمي له خوا د بریښنا کمبود حل شي او په دوبۍ کې به له دې ځایه اضافي برق افغانستان ته هم ورکول کیږي.
محمود احمدي نژاد د پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې وویل:
(دا د همکارۍ څرګندونه کوي، تاجکي او ایراني کارګرانو او متخصصینو په ګډه دا پروژه بشپړه کړه او هیله لرم چې د روان کال تر پایه مخکې به خلکو ته ګټه رسول پيل کړي.)
ایران له تاجکستان څخه د انرژۍ د اخیستلو نور ورته پروګرامونه هم لري، دواړو هېوادونو د افغانستان له لارې له تاجکستان څخه ایران ته د بریښنا د انتقال د پروژې پر څرنګوالي هم خبرې کړي دي.
ولسمشر محمود احمدي نژاد په دې اړه په ټلویزیوني وینا کې وویل، چې دوي په تاجکستان کې له روانو پرمختګونو خوشحاله دي او ایران په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګولو لپاره همکاري ته لیوال دي.