د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۹
په وروستیو کې په هندوستان کې د اداري فساد پرضد د دغه هیواد د یوه مبارز شخصیت انا هزارې د عدم تشدد مبارزې د نړیوالو ذهنونه ځان ته واړول.

څلور اویا کلن انا هزارې وویل چې دا مبارزه یې د انګلیسانو پرضد د مهماتما ګاندي په شان د عدم تشدد مبارزه ده.

ده تر دې مخکې هم په حکومت کې د فساد پرضد مبارزه کړې او درې میاشتې بندیخانه یې هم تېره کړې ده.

دی پر حکومت فشار اچوي چې باید داسي قوانین جوړ کړي چې پراساس یې عام خلک د حکومت د هرپرمختګ په هکله مالومات ترلاسه کړای شي.

د ده غوښتنه دا ده چې د صدراعظم په شمول د هیواد ټول چارواکي د احتساب په دایره کې شامل وي.

انا هزارې د نه خوړلو اعتصاب ته دولس ورځې دوام ورکړ.

د هند د هرې طبقې خلک، حتی فلمي ستورو د ده د مبارزې ملاتړ وکړ.

انا هزارې له ۲۰ کالونو راهیسې د درغلي او رشوتونو پر ضد مبارزه کوي او د مهاتما ګاندي له فلسفې متاثره دی. زموږ په خپله سیمه کې خان عبدالغفار خان پاچا خان د عدم تشدد لوی مبارز تېر شوی، ده په دې لاره کې لسګونو کاله بندیخانه تېره کړې.

ایا په افغانستان کې چې خلک له اداري فساد اورشوت خوریو څخه سخت په تکلیف دي، د انا هزارې په شان مبارزه نه شي کېدای؟

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست
د افغانستان د مالوماتي مرکز رييس ډاکتر یحیی وردک
د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمعې رييس عزیز رفیع

عصمت څاروان او قادر حبيب دا پروګرام برابر کړى

پروګرام په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ
XS
SM
MD
LG