افغان امنیتي ځواکونو نن د ولسي جرګې ودانۍ ته د دې جرګې د ځينو غړو د ورتګ مخنيوى وکړ.
د ولسي جرګې ځينو استازو له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل چې د دغو وکيلانو شمېر لسګونو ته رسېږي او په دې منځ کې ٩ تنه هغه وکيلان هم شامل دي، چې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون له خوا ناکام اعلان شوي دي.
د نهو وکيلانو له ډلې اتو يې د لوړې په مراسمو کې برخه واخيسته. مخکې خو ويل شوي وو، چې دغه ٩ تنه وکيلان هم تر هغو جرګې ته نه ځي چې ټول ٦٢ وکيلان له جرګې ايستل شوي او دغه شمېر نور جرګې ته معرفي شوي نه وي.
په دې باب صالح محمد صالح د سياسي چارو له کارپوه فاروق بشر سره مرکه کړې او په پيل کې يې پوښتلى چې د ولسي جرګې روانه لانجه ايا د ننني پرمختګ په مرسته حل شوه، که يې بل باب پرانيستل شو؟
دا مرکه په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ