په هغه ګډه اعلامیه کې چې د افغانستان، روسیې، تاجکستان او پاکستان ولسمشرانو د جمعې په ورځ د څلور اړخیزې غونډې په پای کې لاسلیک کړي په کې ټولو په افغانستان کې د پخلاینې د بهیر ملاتړ څرګند کړی دی، همدارنګه په افغانستان کې افغان لورې ته د مسولیتونو د سپارلو هرکلی هم شوی دی.
خو پر نړیوالې ټولنې ټینګار شوی دی، چې افغان لورې ته دې د امنیتي چارو مسولیت سپارل، د افغان ځواکونو د ښې روزنې، تجهیز او د دې هیواد د اقتصادي پیاوړتیا سره ملګري کړي.
د څلورو واړو ولسمشرانو په ګډه اعلامیه کې د کازا د برېښنا د پروژې پر ارزښت چې د منځنۍ اسیا څخه بريښنا جنوبي اسیا ته انتقالوي ټینګار شوی او له ټولو لورو څخه په کې د همکارۍ غوښتنه شوې.
د هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو په زیاتوالي او د هوايي کرښو په رامنځ ته کولو هم په ګډه اعلامیه کې ټینګار شوي دی.
له غونډې وروسته په یو ګډ خبری کنفرانس کې د روسیې ولسمشر ډیمیټري میډویډیف وویل، د افغانستان او شا او خوا هېوادونو برخلیک باید سیمه ایز ځواکونه وټاکي. د څارونکیو په وینا دا اشاره امریکا ته وه، چې روسیه غواړي په سیمه کې دې خپله ښکیلتیا کمه کړي.
د روسیې ولسمشر په خپلو خبرو کې زیاته کړه، موږ په خپله دې څلور اړخیزه غونډه کې د تروریزم او د نشه يي موادو د قاچاق پر ضد په ګډه مبارزه، د ټرانسپورټي لارو په رامنځ ته کولو او له قرغیزستان او تاجکستان څخه افغانستان د بریښنا پر انتقال خبرې وکړي.
ښاغلي میډویډف د څلور واړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو پر پراختیا ټینګار و کړ او ویې ویل، روسیه چمتو ده، چې د انرژۍ د پروژو په برخه کې میلونونه ډالره پانګونه وکړي. هغه زیاته کړه:
″موږ باید په دې غور وکړو، چې زموږ د حکومتونو ترمنځ همکارۍ څنګه پیاوړي کیدای شي. نو زه باید په ټینګار ووایم، چې زموږ حکومتونه له دې لارې په سیمه کې سوله او امن تضمینولی شي.″
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هم د څلورو واړو هیوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو ټینګار وکړ او ویې ویل، موږ کولی شو په امنیتي همکاریو سربیره په اقتصادي برخه کې په ګډه مهم کارونه ترسره کړو:
″زموږ خبرو وښوده، چې موږ څلور هېوادونه ګډې ګټې لرو، دا ګټې یوازې د ثبات او امنیت په برخه کې نه دي، بلکې موږ کولی شو خپلو کې سوداګري پراخه او یوه اقتصادي ټولنه و اوسو.″
د یادونې وړ ده، چې افغان ولسمشر په خپل دې سفر کې په ګډه څلور اړخیزه غونډه کې د ګډون سربیره، د روسیې، تاجکستان او پاکستان له ولسمشرانو سره جلا جلا کتنې هم درلودې، چې د ولسمشر د ویندوی د دفتر د خبر پاڼې په وینا په کې له افغانستان سره د دې هیوادنو پر همکاریو خبرې وشوې.
ټاکل شوې ده، چې د څلورو واړو ولسمشرانو بله غونډه به په ۲۰۱۲ کال کې په اسلام اباد کې جوړیږي.