د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

د ترکيې او اسرائيل د سړو اړيکو څپه


ترکیه وایي، له اسرائېل سره خپل ډپلوماتیکي اړیکی سړوي او دا ځکه چې اسرائیلو، تیر کال غزې ته د ترکیې په مرستو بار تلونکې بیړۍ باندي د یرغل له امله چې اته تنه ترکان او یو ترک ټبره امریکايي پکي وژل شوي، بخښنه نده غوښتي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو وایي، انقرې په دي هېواد کې د اسرائیل سفېر شړلی او ترکیه به دغه راز له اسرائیل سره پوځي تړونونه هم تعلیق کړي.

دواد اوغلو وایي، ترکیه پر غزي باندي د اسرایلو بندیز په رسمیت نه پیژنې.

“نن موږ داسي یوې نقطي ته رسیدلي یو، چې اسرائيلو زموږ له خوا برابر شوی ټول فرصتونه له لاسه ورکړل. دا چی اسرائیل ځان له قانون څخه پورته ګڼي، نا روا کارونه کوي او خپل انساني مسولیت په نظر کې نه نیسي ، دوي باید د دې حالت زیان قبول کړي او په دې توګه به د ترکیې له ملګرتیا څخه محروم شي”.

ترکیې دا اعلان پداسي وخت کی وکړ چې د ملګرو ملتونو په یوې څیړنې کې ښودل شوي چی غزي ته د ترکیې په مرستو بار بیړۍ باندې د اسراییلو یرغل قانونی و خو اسرائیلي ځواکونو د حملې پر مهال له زیاتي وژونکي قوې څخه کار اخیستی و.

د ۲۰۱۰ کال مي میاشت کې د ترکیي د مرستو په بیړۍ باندي د اسرائیلو د خاصو ځواکونو په حملې کې اته ترکان او یو ترکی ټبری امریکایي تبعه وژل شوي وو.

د ملګرو ملتونو دا راپور د نیوزیلاند پخواني صدراعظم جیفري پالمیر برابر کړی او د نن ورځي په وروستیو کی به خپور شي.
XS
SM
MD
LG