د حقاني شبکي یو قوماندان او د هغه دوه تنه وسله وال ملګري په خوست کې نیول شویدي.
آیساف په یوې خبرپاڼې کې ویلي، دا وسله وال پرون په موسی خیلو ولسوالۍ کې نیول شویدي.
آیساف وایي، د حقاني ډلې دغه قوماندان له نورو وسله والو سره د کابل په حملو کی مرسته کوله.
په خبرپاڼې کې ویل شوي، دغه قوماندان غوښتل چې په چاودیدونکو موادو بار یو موټر په کابل کې د احتمالي حملې په مقصد د هیواد مرکز ته واستوي.
آیساف په یوه بل راپور کې ویلي، په فراه ولایت کې یي د وسله والو یو قوماندان له څو تنو وسله والو کسانو سره نیولی دی.
دا کسان د افغان او ایتلافي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې په بالا بلوک ولسوالۍ نیول شویدي.
آیساف د نیول شویو قوماندانانو او وسله والو نومونه ندي په ډاګه کړي.