ملا محمد عمر له امریکایانو سره د مذاکرو او له افغان حکومت سره د قدرت ویش نه دی رد کړی او په ټینګار سره وایي، طالبان د قدرت انحصار ته ليواله نه دي.
د طالبانو مشر د لومړي ځل لپاره ومنله چې طالبانو له امریکایانو سره خبرې کړي خو په ټینګار سره وایي، دا خبرې کوم سیاسي ډیالوګ نه و بلکې د طالب بندیانو د خوشي کولو پر لارو چارو خبرې شوي دي.
ملا محمد عمر وایي، د افغانستان اسلامي امارت د یوه داسې خپلواکه اسلامي رژیم د ټینګښت غوښتونکی دی، چې د هیواد د مادي او معنوي کټو ساتونکی او مدافع وي او په سیمه کې د مذهبي زغم د میکانیزم په توګه عمل وکړي.
احمد رشید په مقالې کې د یوه څيړونکي له خولې لیکي، په خبري رسنیو کې له پروپاګنډو، په خبرو کې د شاملو اړخونو له ګواښونو او نورو ستونزو سره سره، د طالبانو او امریکایانو خبري دوام لري.
د بندیانو د خوشي کولو په سر خبرې د دواړو خواو تر منځ د اعتماد د رامنځ ته کیدو اود پراخو سیاسي خبرو لپاره د لارې هوارولو په مقصد تر سره کیږي.
ملا محمد عمر له امریکایانو سره د خبرو په تایید خپلو ملاتړو ته دا څرګند پيغام ورکوي، چې په راتلونکي کې بیا هم مذاکرې امکان لري او امریکایانو ته دا اشاره ورکوي، چې د پراخو خبرواترو لپاره باید چمتو شي.
احمد رشید لیکي، ملا محمد عمر په جدیت سره مني، چې د افغانستان په راتلونکي سیاسي نظام کې باید ټول قومونه برخه ولري او هڅه کوي، چې د پخواني شمالې اتحاد د ځینو غړیو هغه دریځ کمزوری کړي، چې وایي، له طالبانو سره به هیڅ ډول خبرې ونه کړې.
د طالبانو مشر په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د اوږدې مودې اډو سره مخالفت کوي او له هېواد څخه د یو محدود شمېر بهرنیو عسکرو وتل نه مني.
پاکستانی ژورنالیست احمد رشید د نیارک ټایمز ورځپاڼې په مقالې کې وړاندې لیکي، ملا محمد عمر هیله من دی، چې له ګاونډیانو او نړیوالو سره په سولې کې ژوند وکړي او وایي، د تاوتریخوالی د زیاتولو اراده نه لري.
دی په یوه پيغام کې چې پاکستان او امریکا ته زیات متوجه دی، وایي، طالبان یو لاس پوڅي رژیم نه مني او د افغانستان بشپړه خپلواکي غواړي.
ملا محمد عمر له حکومتي چارواکو څخه غواړي، د یرغلګرو له مشارکت څخه دې لاس واخلي او له خپلولو وسله والو څخه غواړي، چې د ملکي خلکو، ښځو او کوچنیانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په مقصد باید د طالبانو لایحه عملي کړي.
ملګرو ملتونو او نړیوال سره صلیب په افغانستان کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې پړه تر ډېره حده په طالبانو اچولې ده.
احمد رشید لیکي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې شخړې جنګې سطحې ته رسیدلي د ملاعمر دا پیغام د خبرود ترسره کیدو، د نظرونو د تبادلې او د جګړې د ختمیدو لپاره یوه توافق ته لار هواروي.