د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۶

د افغانستان په ټولو جوماتونو کې د اختر لمونځ اداکیږي


په افغانستان کې د امريکا سفير راين کراکر هم په يوه وينا کې افغانو ته د اختر مبارکي ويله
په افغانستان کې د امريکا سفير راين کراکر هم په يوه وينا کې افغانو ته د اختر مبارکي ويله
ټاکل شوې، چې نن په څو ساعتونو کې د افغانستان په جوماتونو او عيدګاوو کې د اخترلمونځ ادا شي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي به هم د ارګ په جومات کې د اختر لمونځ وړکړي او په دې مناسبت به خبرې وکړي.

ولسمشر کرزي د نېکمرغه کوچني اختر په وياړ د کابل او ولاياتو کې زر بنديان بخښلي او ټاکل شوې ده، چې له محبسونو خوشي شي.

د افغانستان د بېلابېلو ادارو په څنګ کې له هيواده دباندې د افغانستان سفارتونو هم د کوچني اختر د رارسېدو په خاطر د مبارکۍ ويلو په ترڅ کې هيله څرګنده کړې؛ چې د افغانانو د روژو او عباداتو په برکت په هيواد کې سوله او ثبات ټينګ شي.

په افغانستان کې د امريکا سفير راين کراکر هم په يوه وينا کې افغانو ته د اختر مبارکي ويله:

″اسلام عليک، زه په افغانستان کې د امريکا د سفير په حيث او د امريکا د خلکو او حکومت له خوا تاسو ته د زړه له کومي د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وايم، په دغو بختورو ورځو کې تاسو ته د خوښۍ او نېکمرغۍ غوښتونکي يم.″

د افغانستان په مختلفو سيمو کې د اختر د ورځو لپاره امنيتي تدابير سخت کړاي شوي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، يولکو ۴۹ زره پوليس د اختر په شپو ورځو کې د امنيت ساتنې لپاره موظف شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت ويندوي صديق صديقي پرون په کابل په کابل کې خبريالانو ته وويل، دا افغان پوليس به د نړيوالو ځواکونو او ملي اردو ترڅنګ د اختر په شپو ورځو کې د خلکو د امنيت لپاره هلې ځلې وکړي.

د کابل امنيه قومندان جنرال محمد ايوب سالنګي خبريالانو ته وويل، چې د اختر د ورځو د امنيت لپاره پوليسو پوره چمتووالی نيولی دی.

خلکو هم له امنيتي ځواکونو غوښتي دي چې د اختر په ورځو کې، چې د خوښۍ ورځې دي او دوی غواړي، چې د خپلو خپلوانو او دوستانو ليدو ته لاړ شي، امنيتي تدابير زيات شي.

په همدې حال کې امنيتي چارواکو ويلي چې د اختر لپاره يې جدي امنيتي تدابير غوره کړي دي.
XS
SM
MD
LG