د ناټو د مشرۍ د ایساف ځواکونه که څه هم په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره په سیمه ایزه کچه د جدي هڅو غوښتنه کوي، خو په ورته وخت وایي، چې وسله وال طالبان باید له تاوتریخوالي لاس په سر شي.
د دغو ځواکونو یو ویاند جنرال جکوبسن د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې د طالبانو مشر ته په یو واضح پیغام کې بلنه ورکړه، چې تاوتریخوالې پریږدي او د سولې لاره دې خپله کړي.
جنرال جکوبسن د طالبانو د مشر هغه ادعا هم رد کړه، چې ګواکې په تیر یو کال کې یي بهرنیو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده، بلکه د ده په وینا د طالبانو د حملو په سلو کې اتیا قربانیان عام افغانان دي:
(د افغانستان خلک پوهیږي، چې دې درواغ وایي په افغانستان کې په سلو کې اتیا معصوم خلک دده او یا هم د نورو تروریستي ډلو له خوا وژل کیږي.
ده ته زما پیغام دا دې، چې بمي حملې بندې کړه، په چادریو کې خلک د حملو لپاره مه ګماره، په ځان وژونکو حملو کې د لس کلونو ماشومانو کارول بند کړه.
له افغانستان څخه د باندې پټېدل او د یو تروریست په توګه پاتې کېدل پای ته ورسوه او د سولې له بهیر سره یو ځای شه.)
د ایساف ځواکونو ویاند جنرال جنرال جکوبسن دا څرګندونې د هغه پیغام په غبرګون کې کړي، چې د وسله والو طالبانو د مشر ملا عمر له خوا د اختر په مناسبت خپور شوې.
په دې پیغام کې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د هڅو بریا له هېواده د بهرنیو ځواکونو په بشپړه توګه له وتلو سره تړلې بلل شوې.
خو د ایساف ځواکونو د بیرته میشت کېدو د څانګې مسؤل جنرال فل جونز بیا وایي، چې د وسله والو مخالفینو د ټیټې کچې جنګیالي د سولې له بهیر سره یو ځای کېدو ته لیواله دي.
د ده په خبره په تیر یو کال کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې او په تیره بیا د هېواد په شمال او لویدیځ کې له اتو زور زیات وسله وال د پخلاینې له روان بهیر سره یو ځای شوي.
جنرال فل جونز که څه هم روانې هڅې ګټورې وبللې او ویي ویل، چې ایساف ځواکونه یي بشپړ ملاتړ کوي، خو د دغو هڅو لپاره د سیمې او ګاونډېو هېوادونو د ملاتړ په ترلاسه کولو ټینګار وکړ:
(موږ باید په دې پوه شو، چې له ایډیالوجکو جنګیالیو سره د باور د رامنځته کولو لپاره زیات وخت ته اړتیا ده.
دا ډول جنیګیالي تر ډیره له هغو شبکو سره تړلي دي، چې د پاکستان په وسیله ورته لاس رسې ممکن دې.
پاکستان د سیمې په امنیت کې مهم رول لوبولې شي او تاسو پوهیږﺉ، چې ستاسو ولسمشر د سیمه ایز حل د موندلو لپاره نه یوازې له پاکستان سره د تفاهم هڅه کړې، بلکه ستاسو له ټولو ګاونډیو سره یي د باور د رامنځ ته کولو لپاره پراخې هڅې کړي.)
د ایساف له خوا د سولې د روانو هلو ځلو په سیمه ایز اړخ دا ټینګار په داسې حال کې کړې، چې افغان دولت د دغه بهیر لپاره، چې د سولې د عالي شورا په چوکاټ کې پرمخ بیولې کیږي د سیمه ایز ملاتړ د جلب لپاره هڅې ګړندۍ کړي.
د دغو هڅو په لړ کې د دې شورا پلاو پاکستان، ترکمنستان، ایران، ترکیی او سعودي عربستان ته هم سفرونه کړي.
دا، چې روانې هلې ځلې څومره موثره دي اوس یي اټکل ګران بریښي، خو په هېواد کې روان تاوتریخوالي په اړه پورته شوي هیلې تر پوښتنې لاندې وړي.