د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۶

پاکستان ښه پوهیږي، چې بریدګر څوک وو


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ نن تر ډیره په چترال کې د حملې په اړه د پاکستان په رسمي غبرګون او د افغانستان او پاکستان اړیکو ته کتنه کړې، چې حمید مومند لاندې په یوه راپور کې راټول کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په چترال کې پر پاکستاني پوستې د وسله والو د حملې په اړه د دغه هېواد په غبرګون انتقاد کړې او لیکلي، چې پاکستان ښه پوهیږي، چې حمله کوونکي څوک وو او د چا له خوا ګمارل شوي.

د ورځپاڼې په وینا دا وسله وال د پاکستاني طالبانو د مشر مولانا فضل اله پورې تړلې دي، چې له پاکستان نه افغانستان ته اوښتي او د افغان دولت لپاره یي هم سرخوږې جوړ کړې دې.

ورځپاڼې دا هر څه د پاکستان د هغې لوبې یوه برخه بللې، چې د سیمې په کچه یي پیل کړې، چې له مخې یي د افغانستان، هند او ایران په ګډون له زیاترو هېوادونو سره په تقابل کې دې.

ورځپاڼې په خپل وروستي تحلیل کې پاکستان ته دا سپارښتنه کړې، چې په حقایقو دې سترګې نه پټوي، خپله قبله دې سمه کړي او له ماجرا جویانه سیاست نه دې لاس په سر شي.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې هم په چترال کې د وروستۍ پېښې په اړه د پاکستاني مشرانو څرګندونې راخیستي، چې ویلي دي، دا ډول حملې د افغانستان او پاکستان اړیکې خرابوي.

خو ورځپاڼې وړاندې ځینو دلایلو ته په اشارې لیکلي، چې دا پاکستان دې، چې تل د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکي له ننګونو سره مخامخ کوي.

ورځپاڼې دغو دلایلو ته په اشارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ موجوده اړیکي تشریفاتي بللي او لیکلي، چې پاکستان لا هم د افغان دولت د هغو غوښتنو منلو ته تیار نه دې، چې د افغانستان د ملي ګټو په خیر دي.

د ورځپاڼې په وینا پاکستان په خپلو سیمو کې د ترهګرو د روزنې مرکزونه نه تړي او نه هم له پولې د وسلوالو د رااوړیدو مخنیوې کوي.

ورځپاڼې پاکستان ته د امریکا د سنا د مجلس د پلاوي سفر ته هم اشاره کړې او لیکلي، چې دې پلاوي له پاکستان نه وغوښتل، چې افغانستان ته د وسله والو او د چاودیدونکو موادو د راتګ مخنیوې دې وکړي.

سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، که ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ریښتینې همکاري ونه کړي، نو افغانستان به اړ شي، چې امریکا ته دایمي پوځي اډې ورکړي.

ورځپاڼې دا مسئله په خپله سرلیکنه کې هم تر بحث لاندې نیولې او لیکلي، چې افغان حکومت ته پکار ده، چې له امریکا سره د ستراتیژیک تړون په مهال له امریکا نه دا غواړي، چې په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو د لاس وهنې مخه ونیسي.

د ورځپاڼې په وینا که څه هم افغانستان یو کمزورې هېواد دې، خو په سیمه کې روانې لوبې داسې زیات چانسونه رامنځته کړي، چې افغانان یي د خپلې ګټې لپاره کارولې شي.

په کابل کې خپریدونکو پاتې ورځپاڼو د انتخاباتو په سر په روانې لانجې او د روژې د مبارکې میاشتې په پای بحثونه کړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې لیکلي، چې په ملي شورا کې د وکیلانو ترمنځ له شخړې نه ولسمشر ګټه پورته کوي.

ورځپاڼې په یو جلا ځای کې له سمین بارکزۍ سره خپله مرکه هم خپره کړې او د هغې په حواله یي لیکلي، چې په یو شمېر نورو وکیلانو به هم خپل پړونې واچوي.

دولتي ورځپاڼو هېواد او انیس بیا تر ډیره د روژې د مبارکې میاشتې په پای ته رسېدو بحثونه کړي او د دې میاشتې فضایل یي بیان کړي.

خو دغو ورځپاڼو په ورته وخت کې د اختر په ورځو کې د بې وزلو په وړاندې د شتمنو خلکو په مسؤلیتونو هم رڼا اچولې او خلک یي هڅولي، چې د خوشحالۍ په دې ورځو کې باید خپل ټولنیز مسؤلیتونه په سمه توګه ترسره کړي.
XS
SM
MD
LG