د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۸

د پاکستان په خاوره کې په خونړۍ حمله کې د افغانانو لاس لرل


نړېوالو ورځپاڼو د افغانستان په اړه ځانګړې مقالې او تحلیلونه خپاره کړي دي چې لنډیز يي رضوان مراد ورته کتنه کړې.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پاکستان په سرحدي سیمه کې د وروستۍ حملې په اړه یوه مقاله خپره کړې چې عنوان يې دی (د پاکستان په خاوره کې په خونړۍ حمله کې د افغانانو لاس لرل).

نیویارک ټایمز د تیرې شنبې د ورځې د پېښې په اړه لیکلي چې سل ګونه وسله وال د افغانستان له هغو ختیځو سیمو څخه چې امریکايي سرتیري ترې وتي، د پاکستان خاورې ته اوښتي او د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې يې ګڼ شمېر پولیس او سرتیري وژلي دي.

پاکستاني مقاماتو ورځپاڼې ته ویلي په دې برید کې ۲۵ ملیشه سرتیري او ۲۰ پولیس وژل شوي دي.

دغه راز د ۲۰ وسله والو د وژل کېدو راپورونه هم خپاره شوي دي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، چې شاوخوا ۲سوه وسله وال چترال ته اوښتي وو او د پاکستان د امنیتي ځواکونو اووه پوستي په نښه کړې دي.

د پاکستان پوځ د دې حملې پړه پر پاکستاني طالبانو او د هغوي پر افغان متحدانو واچوله.

نیویارک ټایمز زیاتوي، چې دغه وسله وال د افغانستان په خاوره په نورستان او کونړ ولایتونو کې ځای پر ځای دي.

یو کال وړاندې له همدغو سیمو څخه امریکايي ځواکونه ووتل، خو راپورنه وايي چې اضافي سرتیري دغلته استول شوي دي.

خو نیویارک ټایمز ته د افغانستاند ختیځو سرحدي سیمو مرستیال قومندان تورن محمد ایوب حسین خیل ویلي، چې دا حمله د افغانستان له خاورې نه ده شوې .

نیویارک ټایمز په افغانستان کې د ځان وژونکو حملو د زیاتوالي په اړه هم یو مطلب خپور کړی چې په کې راغلي :

دا انتحاري حملې د افغانستان په جنوب کې په ځانګړي ډول د کوچني اختر په را رسېدو سره زیاتي شوي دي.

ورځپاڼه وړاندې وايي، سره له دې چې د وروستیو حملو هدف افغان امنیتي ځواکونه وو خو ګڼ شمېر ملکیان هم په کې وژل شوي دي.

د مطلب لیکونکي ته افغان مقاماتو ویلي، په هلمند او کندهار کې په وروستیو دریو ځان وژونکو حملو کې د دریو ماشومانو په ګډون اووه تنه وژل ملکي وګړي وژل شوي دي.

نیویارک ټایمز لیکي، چې افغان امینتي ځواکونه په ټولو سیمو کې د تیار سۍ په حالت کې دي څو د اختر په ورځو کې د انتحاري حملو مخه ونیسي.

په دې لړ کې یوازي په پایتخت کابل کې د پولیسو یو زر او درې سوه سرتیري د امنیت د ټینګښت په خاطر ګمارل شوي دي.
XS
SM
MD
LG