ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې د انتخاباتو د کمسیون په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازي غبرګون راخیستې او لیکلي، چې سټیفن ډیمیسټورا په دې باور دې، چې له دې پریکړې سره د انتخاباتو روان بحران ته د پای ټکې کیښودلې شو.
ورځپاڼې وړاندې د نوموړي دا سپارښتنه هم راخیستې، چې اوس د رښتیني کار وخت را رسیدلې او د افغانستان خلک تمه لري، چې د دولت درې ګوني قواوې د خپل واک په چوکاټ کې کار وکړي.
د ورځپاڼې په وینا یوناما له دې سره جوخت دا ډاډ هم ورکړې، چې د افغانستان د خلکو او دیموکراتیکه ادارو ملاتړ ته ژمن دي.
سرنوشت:
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا د انتخاباتو د کمیسیون د پریکړې په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازي په دریځ انتقاد کړې.
ورځپاڼې د ډیمیسټورا دا قضاوت هم حیرانوونکې بللې، چې وایي د انتخاباتو کمیسیون په خپلې دې پریکړې روان اوږد بحران پای ته ورسووه.
د ورځپاڼې په وینا شاید یو څو د ګټو په شمېر خلک د یوناما له دې قضاوت سره موافق وي، چې دې پریکړې مسئله حل کړه، ځکه زیات ګمان دا دې، چې دې پریکړې مسئله حل نه بلکه نوره یي هم پیچلې کړه.
ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې د یوناما او د یو څو هېوادونو د سفارتونو د اهدافو لپاره د انتخاباتو د کمسیون پریکړو او هلوځلو ته د دیموکراسۍ نوم ورکول امکان نه لري.
ورځپاڼې په ورته وخت کې د معترضه کاندیدانو پرونۍ مظاهرې ته په اشارې لیکلي، چې زیاتره دغه کاندیدان د محکمې د پرېکړې پلي کول او د معنوي محاکمه غواړي.
ملي ارمان:
ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د معترضه کاندیدانو پرونۍ مظاهرې ته ځانګړې کړې او د دوي په حواله یي لیکلي، چې د انتخاباتو د کمسیون پریکړه نه مني.
ورځپاڼه لیکي، چې دغو مظاهره کوونکو د ملګرو ملتونو د دفتر پر ضد هم نعرې وهلې او هغه یي د انتخاباتو په چارو کې په لاس وهنې تورنولو.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې معترضه کاندیدان، چې د ځانګړې محکمې د حکم د پلي کولو غوښتونکي دې دا خبردارې ورکړې، چې خپل احتجاج به د هېواد نورو سیمو او ولایتونو ته هم پراخه کړي او د عدالت لپاره به مبارزه وکړي.
ورځپاڼې په ورته وخت کې د روان بحران په اړه د عامو خلکو نظرونه هم راخیستي، چې روان کړکیچ د هېواد په زیان بولي.
د ورځپاڼې په وینا زیاتره خلک د دې غوښتونکي دي، چې دا مسئله باید پای ته ورسولې شي، که نه نو د دې حالت دوام به په هېواد کې د بیارغونې او پرمختګ چارې ټکنۍ کړي.