د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

د پاکستان سفیر:د سولې له کمېټې سره به خپلې مرستې جاري وساتو


په کابل کې د پاکستان سفیر د کابل د سولې کمېټې له هڅو ملاتړ څرګند کړی او ژمنه یي کړې، چې له دې پروسې سره به خپلې هر ډول مرستې جاري وساتي.

په کابل کې د پاکستان سفیر محمد صادق خان یوسفزی همدا راز ویلي، چې هڅه کوي، په راتلونکي کې د کابل ولسوالیو ته خلکو ته د څښاک اوبو په برابرولو کې مرسته وکړي.

د پاکستان سفیر دغه څرګندونې د کابل له والي احمد الله علیزي سره په کتنه کې کړې.

د کابل والي له پاکستاني لوري غوښتي، چې د سولې په پروسه کې له دوي سره لاس وړاندې کړي.
XS
SM
MD
LG