د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

هلمند:کلیوالو یو طالب قومندان سره دې ملګرو سنګسار کړ


افغان چارواکي په دې باور دي، په هغو سیمو کې امنیت ښه شوی چې دوه کاله وړاندې په کې ناتو ځواکونو، وسله وال ځپلې او مات کړې وو.

د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قوماندان او د هغه د ساتونکي وژل د وسله والو د بې رحمیو په وړاندې د سېمې د خلکو غبرګون څرګندوي.

نیویارک ټایمز لیکې:

د ناوې ښېرازه ولسوالۍ د هلمند د سیند په اوږدو کې پرته ده، په دې ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو مرستو اغېز کړی او له همدې امله د افغانستان په ناارامه جنوب کې دا تر ټولو ارامه ولسوالۍ ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هلمند د والي د ویاند داود احمدي خبره راخیستې چې وایي:

“ خلک له دې نور د طالبانو د وحشیانه اعمالو زغم نه لري، کله چې خلکو ته زیان رسیږي هغوي د طالبانو پر ضد راپورته کیږي”.

ورځپاڼه د افغان چارواکو له خولې لیکې:

د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ کې د طالبانو قوماندان او د هغه ساتونکي وروسته له هغې د خلکو له خوا سنګسار شول، چې یوه ورځ وړاندې وسله والو په کونړ ولایت کې د ملي پوځ هغه دوه سرتېرې چی له رخصتیو څخه راستانه شوي وو، په دار وځړول او بیا یي په ګولیو وویشتل.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي: دا دوې پېښې یو له بل سره تړاو نه لري او په دوو مختلفو سیمو کې شوي دي، خو دا چي ناتو چارواکې وایي، په مجموعي ډول په وروستیو پنځو کلونو کې په افغانستان کې شخړې کمې شوي، دا دوه پیښې په عین حال کې په دي هېواد کې د وحشت ښکارندوي دي.

د ناوې ولسوالۍ د شوری غړی حاجی حیات الله وایي، پېښه هغه مهال پیل شوه ، دوه تنه طالب وسله وال چې په موټرسایکل سپاره وو، د ناوې ولسوالۍ د تریخ زابر د کلي مسجد ته ننول.

وسله والو د کلي یو بزګر یارمحمد چې له خپلو دوو زامنو سره روژه ماتۍ ته منتظر وو، را وغوښت او په ډزو یي وواژه.

د یارمحمد زامنو په وسله والو حمله وکړه او له موټرسایکل څخه یي را وغورځول.

د کلي خلکو د یارمحمد له زامنو سره مرسته وکړه او دا دوه تنه طالبان یي سنګسار کړل.

افغان چارواکې وایي، یارمحمد مخکې هم تهدید شوی و، نوموړی د ناوې د ولسوال شخصي دوست او ملګری و او له حکومت سره یي هیڅ ډول تړاو نه درلود.

د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي په دې مسلې کې د طالبانو دخالت ردوي او وایي، دا د سیمې د خلکو داخلي مسله وه.

د ناوې ولسوال حاجي عبدالمناف وایي، د امنیتي وضعې په ښه کېدو سره له طالبانو څخه د خلکو بېره کمه شوې او هر کله چې خلک د پوره امنیت احساس وکړي هغه مهال به د طالبانو پر ضد پاڅون وکړي.

خو یو شمېر کسان دا پېښه یوازې غچ اخیستنه بولي، په دې اړه د سېمې یو قومي مشر حاجي احمد شاه وایي:

“زه فکر نه کوم چې د ناوې خلک دې پوره امن وي، وسله وال له خلکو سره د ډېرې بې رحمۍ چلند کوي.

زه په خپله ځان امن نه بولم، د وسله والو پر ضد غږ پورته کول ګران کار دی، خو خبره دا ده، کله چې د یوه چا تر سترګو لاندې د هغه پلار یا ورور وژل کیږي طبعا انتقام ته اړ کیږي”.
XS
SM
MD
LG