د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

طرابلس لا هم د قذافي له ځواکونو سره دی


د معمر القذافي یو زوی چې یاغییانو ادعاء کړې وه، چې دی یې نیولی دی ناببره په مرکز طرابلس کې د خپلو ملاتړیو په منځ کې راڅرګند شو.
د معمر القذافي یو زوی چې یاغییانو ادعاء کړې وه، چې دی یې نیولی دی ناببره په مرکز طرابلس کې د خپلو ملاتړیو په منځ کې راڅرګند شو.
د لیبیا د مشر معمر القذافي زوی سیف الاسلام نن په مرکز طرابلس کې یوې خبرې غونډې ته خبرې وکړې.

پرون چې کله یاغي ځواکونه طرابلس ته ورننوتل نو ادعاء یې وکړه، چې سیف الاسلام یې نیولی دی او دغو ځواکونو پرون تمه لرله چې په څو ساعتونو کې به ټولې سیمې لاندې کړي.


د معمر القذافي یو زوی چې یاغییانو ادعاء کړې وه، چې دی یې نیولی دی ناببره په مرکز طرابلس کې د خپلو ملاتړیو په منځ کې راڅرګند شو.

سیف الاسلام نن سهار په طرابلس کې د قذافي د ملاتړېو په منځ کې مخالفان ته د موږکانو خطاب وکړ او د حکومت له طرفدارو یې وغوښتل چې دغه کسان مه پسې پریږدئ:

«لکه څرنګه چې مو موافقه کړې ده، موږ نن وسله را اخلو او سر له ننه ان شاء الله له موږکانو سره مخامخیږو».

سیف الاسلام نن په طرابلس کې په هغه هوټل کې را څرګند شو چې هلته ډير بهرني خبریالان اوسي.

سیف الاسلام چې یو وخت داسې باور کېده، چې دی به له معمر القذافي وروسته د لیبیا مشري کوي، وایي، پلار یې خوندی دی او د لیبیا مرکز یاغیانو نه دی نیولی.

یاغیانو د دوشنبې په ورځ وویل، چې پنځه نوي په سلو کې یې طرابلس نیولی دی.

سیف الاسلام ناټو او لویدیځ هېوادونه ملامته کړل، چې د ده د نیولو په اړه یې ناسم رپوټونه خپاره کړې دي:

«لومړی خو زه غواړم، چې ټولې اوازې رد کړم، ناټو او لویدیځ نوې ټکنالوژي لري دوي ارتباطات قطع کړې او بند کړې دي.

زه فکر کوم چې دوي د لیبیا خلکو ته د لیبیا د شبکې له لارې د خپلو بریاوو پیغامونه استولې دي.

دوي د دولتي تلویزیون خپرونې ودرولې، دوي د رسنیو او ټکنالوژۍ جګړه پیل کړې څو په دې توګه په لیبیا کې د ویره پیدا کړي او یو ګډوډ حالت رامنځته کړي».

سیف الاسلام همدا راز وویل، چې یاغیانو ته د دوشنبې په ورځ هغه مهال چې دوي غوښتل په طرابلس کې د قذافي پر استوګنځي برید وکړي درانه تلفات واوښتل.

سیف الاسلام او د هغه پلار معمر القذافي په هاګ کې د جنګي جرمونو نړېوالې محکمې د محاکمې لپاره احضار کړې دي.

د دې محکمې یوه ویاند د دوشنبې په ورځ وروسته تر دې چې یاغیانو د سیف الاسلام د نیولو خبره وکړه، اعلان وکړ چې د جنګي جرمونو نړېواله محکمه له یاغي ځواکونو غواړي چې سیف الاسلام چې په بشري ضد جرمونو تورن دی دوی ته وسپاري.

پر سیف الاسلام او معمرالقذافي تور پورې شوی دی چې د فبروري له نیمایي راپه دې خوا چې په لیبیا کې د حکومت پرضد خلکو پاڅون و کړ دوي په سلګونو مظاهره کوونکي وژلې دي او په سلګونو یې ټپیان کړې دي.

دا تور هم پرې پورې شوی دی چې د حکومت سیاسي مخالفان یې بندیان کړې دي او وهلي ډبولي دي.

دا څرګنده نه ده، چې قذافي چیرته دی، خو په واشنګټن کې د یاغیانو سفیر سي این این تلویزیون ته وویل، چې داسې ښکاري چې قذافي تښتیدلی وي. علي سلیمان عجالي زیاته کړه چې فکر نه کوي چې د قذافي ځواکونه د ډیر وخت لپاره طرابلس وساتي:

«د قذافي په اړه پیشګویي نه شي کیدای، هغه به اوس هرڅه وکړي. ولې ده تر دې ننه د لیبیا خلک وژني؟ که دی غواړي چې په دې جګړې کې بریالی شي نو دا کار نه شي کیدای.

دا یو انتقام دی. دی بس غواړي چې خلک ووژني. دی به د خپلو خلکو پر ضد هرڅه وکړي، خو زه باور لرم چې دی نه څه لاس ته راوړی شي نه ځای ورته شته او نه هم داسې څه لاره ورته شته چې دا کارونه وکړي.»


په طرابلس کې د یاغیانو یو وسله وال یوسلف ارادت هم په دې باور دی چې د قذافي د واک شپې په شمار دي:

«په باب العزیزیه کې لا هم موږ پوهیږو چې قذافي واک او ټانکونه لري.

دا زموږ تازه معلومات دي. اوس موږ خپل پلان تطبیقوو چې ورشو باب العزیزیه ونیسو او غواړو چې د قذافي د دې استوګنځي د نیولو لپاره لږ تلفات ورکړو او نورې ویني ونه بهیږي.

په دې هېواد کې ډيرې ویني وبهیدې. موږ ورځو چې باب العزیزیه ونیسو او هلته خپل بیرغ ورپوو څو نوره سوله راشي او د وینو بهیدل بند شي.»


په بنغازي کې د لیبیا د ملي انتقالي شورا مشر مصطفی عبدالجلیل پرون وویل، چې د قذافي وخت نور پای ته رسیدلی دی او دی دا هیله لري چې قدافي ژوندی ونیول شي او عادلانه محاکمه شي.

خو نن سهار د سیف الاسلام له راڅرګندېو او له دې سره چې یاغیان تیره شپه د طرابلس له ځینو برخو په شا شوې دي، داسې ښکارې چې د لیبیا د مرکز د نیولو مساله لا پای ته نه ده رسیدلې او ښایي نورې وینې هم وبهیږي.


د سیف الاسلام ویډیو دلته کتلای شﺉ

XS
SM
MD
LG