د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

نورستان:سیلاب ځپلو ته مرستې نه دي رسیدلي


د نورستان د وانت ولسوالۍ سيلاب ځپلي وايي، کومې مرستې چې د بيړنيو پېښو سره د مبارزې رياست له خوا دغې ولسوالۍ ته ليږل شوي وو، په سمه توګه نه دي ويشل شوي او مستحق خلک ترې پاتې شوي دي.

د نورستان د وانت په ولسوالۍ کې درې اونۍ وړاندې د سختو بارانونو د اورښت له امله سيلابونه راوتلي، چې خلکو ته يي د مالي زيانونو تر څنګ ځاني زيان هم اړولى و او څو ورځې وړاندې د بيړنيو پېښو سره د مبارزې رياست له خوا يوه اندازه غيرې خوراکي مواد وليږدول شول او پر خلکو وويشل شول.

خو د سيمې اوسيدونکي وايي، چې مواد د واسطو او پيسو خاوندانو ته ورکړل شوي او مستحق خلک ترې بې برخې پاتې شوي.

د وانت قومي مشر حاجي جمع ګل پر تیليفون ازادۍ راډيو ته وويل، د کومو خلکو ځمکي چې سيلاب وړي هغوي ته مواد نه دي ورکړل شوي او غيرو مستحقو کسانو ته ورکړل شوي دي.

هغه وويل زیاتره وختونه د نورستان دولتي چارواکي د نورستان پر نوم له مرکزي دولت او مرستندويه ټولنو خوراکي او غيرې خوراکي مواد را وباسي خو د دې پر ځای چې په نورستان کې يي اړو خلکو ته ورسوي په کابل ، جلال اباد او کونړ کې پلوري او نورستانيان ترې بې برخې پاتې کيږي.

په نورستان کې د بيړنيو پېښو سره د مبارزې مسول بريالۍ افاق ازادۍ راډيو ته وويل، دوي چې کومې مرستې سيمې ته ليږلي او پر مستحقو خلکو يي ويشلي دي او له کومې ورځې چې دى په نورستان کې پر دنده ګمارل شوی اړو خلکو ته يي مواد رسولي او په هغې کې يي هيڅ ډول خيانت نه دى کړی.

د نورستان نوې مقرر شوی والي تميم نورستان، څو ورځې وړاندې ازادۍ راديو سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، هر دولتي مامور چې په نورستان کې خيانت کړی وي، دى به يي څارنوالۍ ته وسپاري.

نورستانيان وايي، تل د دوي پر نوم چارواکو مرستې راويستلي، خو دوي ته نه دي ورکړل شوي.
XS
SM
MD
LG