د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۵

ښایي ناقانونه مخابراتي دستګاوي مخالفینو کارولي وي


د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت په کابل او بغلان ولایتونو کې هغه غیر قانوني مخابراتي دستګاوې نیولي، چې ښایي د ځینو ډلو له خوا په تخریبي او تروریستي فعالیتونو کې ورڅخه ګټه اخیستل کېده.

د دې وزارت د چارواکو په خبره دا شپږ وړې مخابراتي دستګاوې چې درې یې په بغلان او درې یې په کابل کې نیول شوي، مسوولین یې یو پاکستانی او یو ایرانی دی او دوو تنو افغانانو له دوي سره همکاري کوله چې په بغلان ولایت کې پاکستانی او افغان نیول شوي او په کابل کې ایرانی تبعه له یوه افغان سره په تیښته بریالي شوې دی.

د مخابراتو په وزارت کې د اترا یا د مخابراتي خدمتونو د تنظیم څانګې غړی او د دې ادارې ویاند انجنیر خیرمحمد فیضي د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د اړوندو ادارو له خوا په دې اړه څیړنې پیل شوي او ډیر ژره به معلومه شي چې له دې غیر قانوني مخابراتي دستګاو څخه چاه او څنګه ګټه اخیستله:

"دا به له څیړنو وروسته معلومه شي چې دوي له دې مخابراتي وسایلو نه د امنیت پر ضد هم ګټه اخیستې او که څنګه.

ښایي ځینو ډلو له بهر نه افغانستان ته ځینې مخابرې کړې وي او دلته یې د ځینو کسانو په واسطه خپل فعالیتونه تنظیم او تر سره کړي وي.

که چېرې داسې شوی وي، نو افغانان او دولت ته زیان رسیدلی او دوي څه ناڅه خپل اهداف ترلاسه کړي".

ده څرګنده کړه، چې په دې دستګاو کې د اتصالات او ام،ټي،ان مخابراتي شرکتونو سیمکارتونه کارول کېدل او تر ډیره یې په افغانستان کې له بهرنیو هېوادونو څخه اړیکې ټینګولې.

په ځینو تصویري رسنیو کې څه موده مخکې د کابل پر انټرکانټننټال هوټل د شوې حملې په خپره شوې ویډیو کې هم لیدل کیږي چې حمله کوونکي په پاکستان کې له ځینو کسانو سره اړیکې نیسي او د هغوي له لارښوونې سره سم عمل کوي.

په عین حال کې د امنیتي چارو کارپوهان وایي، چې د دولت وسله وال مخالفان په خپلو ورځنیو فعالیتونو کې تر ډیره له موجوده مخابراتي او انټرنیټي اسانتیاوو څخه ګټه اخلي او باید چې د دوي د فعالیتونو د مخینوي لپاره یې مخابراتي اړیکې په ټینګه کنټرول او وڅارل شي.

د امنیتي چارو کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت هم ورته نظر لري او وایي، چې د افغانستان په هره برخه کې باید په خپل سر ډول د سیمکارتونو پلورل بند او د دې ډول غیر قانوني وړو مخابراتي دستګاو فعالیتونه هم شنډ کړل شي:

"دا مساله باید د ملي امنیت د ریاست، د مخابراتو، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او دغه راز د خلکو او والیانو او سیمه ایزو ادارو له خوا په ټینګه وڅارل شي، چې او دوي په ګډو اقداماتو سره هغه مخابراتي سیسټم چې مخالفان ور څخه ګټه اخلي کشف، فلج او ونیسي.

ځکه وسله وال مخالفان په پراخه سطح له دې مخابراتي اسانتیاوو څخه استفاده کوي".

د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د غړي انجنیر خیرمحمد فیضي په خبره په بغلان ولایت کې د نیول شوو مخابراتي دستګاو ظرفیت کم خو په کابل کې نیول شوېو دستګاو ډیر ظرفیت درلود او ان په هره دستګاه کې په یو وخت یوسل او شل سیمکارتونه کارول کیدل.

د مخابراتو وزارت چارواکي وایي، چې په تیرو دریو کلونو کې شپږویشت دا ډول غیر قانوني مخابراتي دستګاوې او دولس تنه عاملین یې نیول شوي دي او د دوي د معلوماتو له مخې په ځینو نورو ولایتونو کې هم دا ډول وړې مخابراتي دستګاوې فعالیت لري چې د نیولو لپاره یې دوي خپلې هلې ځلې چټکې کړي دي.
XS
SM
MD
LG