د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

ولسمشر کرزي د تاسیساتو د ساتنې ریاست په معینیت بدل کړ


له ۲۰۰۵ کال راهیسې وسله والو د سړک جوړولو ۵۳ کاریګر وژلي او ۱۱۰ تنه نور یې تښتولې دي.
له ۲۰۰۵ کال راهیسې وسله والو د سړک جوړولو ۵۳ کاریګر وژلي او ۱۱۰ تنه نور یې تښتولې دي.
په داسې حال کې چې په هیواد کې د ناامنیو له کبله ډیر شمېر ټولګټې پروژې په ټپه دریدلي، افغان حکومت د دغو پروژو د خوندیتوب لپاره د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د تاسیساتو د خوندیتوب د تشکیل د پراخیدو پریکړه کړې ده.

دا پریکړه د وزیرانو د شورا په وروستۍ غونډه کې په داسې حال کې وشوه، چې په بیلا بیلو سیمو کې یو شمېر لویې ټولګټې پروژې لکه د لویو لارو، برېښنا کوټونو، د اوبو بندونو، کانونو او مخابراتو پروژې بندې دي.

د ولسمشر د ویاند یو مرستیال، سیامک هروي وایي، چې د لویو پروژو په پلي کولو کې د یو شمېر هیوادونو له خوا خنډونه رامنځته کیږي، چې نه غواړي افغانستان ملي او ټولګټې پروژې ولري.

″په خواشینۍ سره یو شمېر بهرني هیوادونه د افغانستان د رغنیزو کارونو په برخه کې ستونزې راولاړوې او یا هم د دې لپاره؛ چې موږ ملي پروژې ونه لرو، یو شمېر کسان یې په دندو ګمارلي، چې تر څو داسې پروژې تخریب کړي، په کارونو کې یې ځنډ رامنځته کړي او کارونه یې ودروي.

له دې سره دوی دا هم غواړي، چې د نړیوالې ټولنې پیسې بېرته هغو هیوادونو ته ورشي او افغانستان هغه لازم پرمختګ ته چې اړتیا لري، ونه رسیږي.

ولسمشر حامد کرزي د کورنیو چارو وزارت ته امر وکړ، چې په دې برخه کې ریاست په معینیت بدل کړي.

په نژدې راتلونکي کې به یو معینیت پدې برخه کې کار پیل کړی او هغه کسان چې د پروژو په پلی کیدو کې خنډونه رامنځته کوي له دوی سره جدي مبارزه وکړی، ویې نیسی او له منځه یې یوسې.″

دا پریکړه په داسې حال کې شوې، چې ویل کیږي، په هیواد کې ډیر شمیر لویې پروژې د ګاونډیو هیوادونو په ځانګړی ډول د ایران او پاکستان په لمسون له خنډونو سره مخ کیږي.

همدا اوس په فراه ولایت کې د کمال خان بند لپاره په ایران کې سپاه پاسداران داسې یو کس روزلی چې غوښتل یې دغه بند له منځه یوسي.

د حکومت له خوا د لویو ټولګټو پروژو د امنیت پریکړه وروسته له هغې کیږي، چې ولسمشر حامد کرزي یو شمېر امنیتي کمپنۍ لغوه اعلان کړې او د ناامنیو په پېښو کې یې دوی ښکیلې وبللې.

د چارو کارپوه هم د ولسمشر له دې اقدام څخه چې ریاست یې په معینیت بدل کړ، ستاینه کوي او وایي، چې د داسو لویو ټولګټو پروژو د امنیت د خوندیتوب لپاره باید ډیر پرسونل په کار واچول شي.

د چارو کارپوه، اسحاق اتمر په دې اړه وړاندې وایي:

″تاسو وګورﺉ کله چې تشکیل زیاتیږي، دا د وزارت خانو په بودجې زیات تاثیر لري، خو له بلې خوا دا یو ستونزه ده، له دې سره چې دولت امنیتي کمپنۍ له منځه وړي دي، زه فکر کوم، چې دغسې یو تشکیل ته به ضرورت وای، چې دغه خلک وکولای شي، د دولت له ټولګټو تاسیساتو سره په ټولیزه توګه ساتنه وکړي. زه فکر کوم پخوا وختونو کې داسې یو زیاست موجود و.″

د اوسنې نظام په راتلو سره، د هیواد په ګوټ ګوټ کې په زرګونه پروژې عملې شوي او بیرته په ساتلو کې یې بیلابیلې ستونزې او خنډونه راپیدا شوي دي.

د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه په رارسیدلې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې یوازې د سرک په جوړولو کې ۵۳ کسه وژل شوی، ۱۷ ټپیان شوي او ۱۱۰ تښتول شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر کرزی همداشان له عامو خلکو څخه غواړي، چې د ټولګټو پروژو په ساتلو کې ونډه واخلي او د ورانکارو د کارونو مخنیوی دې وکړي.

راپور: مخفي عزیزي
XS
SM
MD
LG