د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پتییلې چې شاوخوا لس نوي کسان ولسي جرګي ته معرفې کړي.
دا خبره د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون یوه چارواکي چې د نامه له ښودلو یي ډډه کړې، پرون ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وکړه.
ده وویل، کمیسیون به نن یکشنبې په یوه خبري کنفرانس کې خپله پریکړه اعلان کړي.
له بلې خوا، په کابل کې یو شمېر معترضو کاندیدانو یو ځل بیا د اختصاصي محکمې په پریکړې کې چې د استیناف له خوا هم تائید شوې، د هر ډول بدلون په وړاندې خبرداری ورکړ.
دا کاندیدان چې زیات شمېر یې د محکمې له خوا بریالي اعلان شوي، پرون یي په یوې خبري غونډې کې وویل، که د محکمې په نتایجو کې بدلون راشي، دا به ناوړه عواقب ولري.
خو د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاد پوهاند ودير ساپى وايي، ښايي د ولسي جرګې د تېرو انتخاباتو په دغو نتايجو کې لاسوهنه شوې وي، قضا او محکمه هغه ارګانونه دي چې حقوقي مسايل حلولاى شي.
فريدې هوډ سيفي له ښاغلي ساپي سره مرکه کړې ده. دا مرکه په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ