نن زموږ د بحث موضوع دا ده چې په ښارونو کې د وروستیو حملو علت څه دی؟
په وروستیو کې د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو له یوې خوا د افرادو او شخصیتونو ترور زیات کړی او له بلې خوا یې د کابل د پرونۍ حملې په شان ډله ییز ځانوژونکي بریدونه ډېر کړي دي.
د افغانستان ولسمشر کرزي پرون په کابل کې د بریتانیا پر کلتوري مرکز یا بریټش کونسل د طالبانو له حملې وروسته وویل چې دا ډول بریدونه د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو کمزورتیا یا ضعف ښيي.
د ناټو ځینو مقاماتو هم دې ته ورته څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې طالبان په خپلو اصلي او دودیزو مرکزونو لکه کندهار او هلمند کې ځپل شوي او اوس هڅه کوي چې په ښاري سیمو کې ترور وکړي.
تېره اوونۍ په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال جان الن وویل چې طالبان تر پخوا کمزوري شوي دي.
ایا تاسي هم دغسي فکر کوئ، ستاسو په نظر د بریتانیا د کلتوري مرکز په شان پر ملکي ځایونو د طالبانو د حملو علت دا دی چې دوی کمزوري شوي.
په پروګرام کې مېلمانه دي:
د ولسي جرګې غړى عبدالجبار قهرمان
او د پوځي چارو کارپوه جنرال عتيق الله امرخېل
دا پروګرام په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ