د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۴

پر برېټیش کونسل حمله د نړیوالو تر منځ د سیالیو یوه نخښه


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن خپل زیاتره مطالب د بریتانیې په کلتوري مرکز پرونۍ حملې او د انتخاباتو په سر روانې لانجې ته ځانګړې کړي.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، که څه هم د بریتانیې په کلتوري مرکز د شوې حملې مسوولیت وسله والو طالبانو منلې، خو د ورځپاڼې په وینا داسې ښکاري، چې دا حمله د نړیوال ایتلاف له خپل منځیو سیالیو سره تړلې ده.

د ورځپاڼې په باور د نړیوال ایتلاف په غړو کې، چې اوس مهال په افغانستان د ترورزم په خلاف په روان جنګ کې ښکیل دي، په خپله کې هم سیالۍ لري.

د ورځپاڼې په وینا له پرونۍ حملې څخه هدف دا و، چې بریتانیه ته دا وښودل شي، چې وسله وال مخالفین، چې بریتانیه ورسره د اړیکو د پاللو هڅه کوي، له دوی څخه کرکه لري او دوی ته د تیری کوونکو په سترګه ګوري.

خو خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا د دې حملې په اړه د بریتانیې د لومړي وزیر څرګندونې راخستي او لیکلي یې دي، چې دا ډول حملې به د دوی د دندو په وړاندې خنډ نه شي.

د ورځپاڼې په وینا که څه هم په دې حمله کې د بریتانیی د کلتوري مرکز کوم مامور ته زیان نه دی اوښتی، خو شوې حملې د طالبانو د وړتیاو په اړه د بریتانوي چارواکو اندیښنې زیاتې کړي.

ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې د بریتانیې په کلتوري مرکز دا حمله په داسې حال کې شوې، چې په کابل کې له انګریزي ښکیلاک څخه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو دوه نوي یمه کلیزه لمانځل کیدله.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپلواکۍ د دوه نويمې کلیزې په ورځ دې حملې ته په اشارې لیکلي، چې دا څوهم کال دی، چې افغانان د روانو ناامنیو له ویرې خپلې ملي ورځې نشي لمانځلی.

د ورځپاڼې په وینا افغان مشران باید د روانې وضعې د بدلون لپاره زیاتې هلې ځلې وکړي او عملا دې خلکو ته وښیي، چې دوی کولی شي، پرته له کومې ویرې خپلې ویاړلې ورځې لمانځي.

د انتخاباتو په سر روانه لانجه بله مساله ده، چې نن یو ځلې بیا د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو مهم سرلیکونه جوړوي.

ملي ارمان په دې اړه په یو نوي انکشاف کې لیکلي، چې له ولسي جرګې نه دوه شپیته او نه هم اولس وکیلان ویستل کیږي، بلکې د هغو وکیلانو شمیر له لسو کم دی، چې د وکلات له حقه به محروم شي.

د ورځپاڼې په وینا دا بدلون په ولایتونو کې د انتخاباتو د نتایجو له بیا څیړلو وروسته په روانه اونۍ کې اعلان شي.

ویسا بیا لیکلي، چې په ولسي جرګه کې د نوي ایتلاف رامنځ ته کیدل د انتخاباتو په سر د روانو اختلافاتو ماهیت څرګند کړ.

ورځپاڼې لیکلي، چې دې ایتلاف له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف هغه ادعا کاذبه ثابته کړه، چې ګواکې د انتخاباتو په اړه د دوی دریځ په ولسي جرګه کې له اکثریته برخمن دی.

سرنوشت بیا د لوی څارنوالۍ له خوا له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف د مشر حاجي ظاهر قدیر د احضار مساله راخستي.

ورځپاڼې په دې اړه خپله د حاجي ظاهر قدیر غبرګون ته په اشارې لیکلي، چې دا مساله د لوی څارنوال له سلب اعتماد سره تړاو لري.
XS
SM
MD
LG