ولسمشر کرزي له انګریزانو څخه د خپلواکۍ د دوه نويمې کلیزې د نمانځلو په مراسمو کې د افغانستان ټولو خلکو ته د دې ورځې مبارکي وویله او هیله یې وکړه چې په دې هېواد کې سوله ټینګه او ټول افغانان په ارامه فضا کې ژوند وکړي.
ولسمشر کرزي له همدې امله د دفاع وزارت په انګړ کې د خپلواکۍ منار ته د ګلو ګیډۍ هم کیښوده او په خپلو لنډو خبرو کې یې خبریالانو ته وویل، چې د زړه ورتیا او قربانۍ دا ورځ باید هیره نه شي.
ولسمشر کرزي په داسې حال کې چې د ملي شورا او کابینې یو شمېر غړي، قومي مشران او د ځینو هېوادونو سفیران او ډیپلوماتان هم حاضر وو، د تشریفاتو قطعه معاینه کړه او هیله یې وښوده چې افغانستان له هره پلوه وده او پرمختګ وکړي:
(زه هیله کوم چې افغانستان د دغو شهیدانو د برکت او کامیابۍ او ددوي په ستاینه کې کې د خدای افغانستان ته نوره پیاوړتیا ور په نسیب کړي.)
د اسد یا زمري د میاشتې اته ویشتمه چې له انګریزانو څخه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو ورځ ده، په تیرو حکومتونو کې په پراخو مراسمو کې نمانځل کېده، په حضوري چمن او شاه خوا سیمو کې به کیمپونه جوړېدل، کنسرتونه به وو، ان خلک یې په ځینو مواردو کې اوس هم کیسې بیانوي.
د دفاع وزارت په انګړ کې د دې مراسمو لپاره سخت او شدید امنیتي تدابیر نیول شوي وو، د دې ترڅنګ د کابل ښار په نورو سیمو کې هم امنیتي ځواکونو د نورو ورځو په پرتله څو برابره امنیتي تدابیر جدي کړي وو.
خو له دغو ټولو تدابیرو سره سره بیا هم د کابل ښار په کارته پروان سیمه کې وسله والو طالبانو په برتش کانسل یا د بریتانیې په کلتوري مرکز ځان وژونکي او ډله ایزه حمله وکړه او د څو ساعتونو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د دوي مقاومت دوام وکړ.
عام خلک هم وایي، چې په دې ډول نا امنیو کې د خپلواکۍ جشنونه نه شي نمانځل کېدی،دوي وایي چې جشن هغه وخت وي چې په دې هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ او بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي:
(په اوس وخت کې موږ ته خاصه ازادۍ نه ښکاري پخوا یو ملک وو په افغانستان کې اوس د ۵۰نه هم زیات دي او که پخوا مو لمانځله نو ازادۍ مو لرله.)
په تیرو لسو کلونو کې هر کال د اسد اته ویشتمه یا د شاه امان الله په واسطه له انګریزانو څخه د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د ورځې په مناسبت رسمي مراسم ترسره کیږي، خو دا مراسم هر کال ډیر محدود وي او د سږ کال په څیر د ارګ ماڼۍ یا د دفاع وزارت په چاردیوالۍ کې د یو شمېر چارواکو او بهرنیو میلیمو په ګډون ترسره کیږي.
سیاسي او امنیتي کارپوهان هم وایي، ترڅو چې د افغانستان په ټولو سیمو کې امنیت او ثبات ډاډمن نه شي، افغان حکومت نشي کولای چې د دې هېواد ملي ورځې په پراخو مراسمو کې ونمانځي.