د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۳

د ناټو پام د افغان ځواکونو روزلو ته اوښتی


په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو يو جګپوړی قومندان وايي، په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د جګړې پام د افغان ځواکونو د روزلو لور ته اوښتی دی.

دا خبره پرون په کابل کې د ناټو په روزنيز ماموريت کې د منابعو او پروګرامونو د چارو مرستيال جنرال پيتر فولر د چهارشنبې په ورځ په خپل دفتر کې په يوه مرکه کې وکړه.

حاضردمه ناټو په افغانستان کې دوه نيم زره روزونکي لري چې د افغانستان ملي اردو او ملي پوليس روزي.

د افغانستان په جګړه کې د امريکا د برياليتوب په اړه پوښتنې د روانې اګست مياشتې په لومړيو کې هغه وخت زياتې شوې چې د يوې چينوک هيلي کوپترې د لوېدو پېښه کې دېرش تنه امريکايان ووژل شول.

دا په يوه ځانګړې پېښه کې په يوه ورځ د افغانستان په لس کلنه جګړه کې، چې د امريکايانو ملاتړ ورسره مخ په کمېدو دي، تر ټولو زيات تلفات ول.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې د دې جګړې مالي لګښتونو په واشنګټن او اورپا کې اندېښنې زياتې کړي دي او د دغو هېوادونو د پارلمانونو غړيو يا قانون جوړوونکو ته يې پوښتنې پيدا کړي چې ايا د ۲۰۱۴ کال په پای کې به له افغانستانه د ناټو د ځواکونو ايستل مناسب وي او که به لا وختي وي.

د ناټو په روزنيز ماموريت کې امريکايي جنرال پيتر فولير وايي، د افغان اردو او پوليسو د روزنې په چارو کې د ناټو اداره ښه کېدو او ودې ته اړتيا لري او دوي د تېر کال په لړ کې تر ډېره د افغانانو اړتياوو ته توجه کړې ده.

جنرال فولير وويل:« موږ بل لور ته روان يو.»

اوس د روزنې ماموريت هغه لور ته متمرکز دي، چې افغانانو يې غوښتنه لرله يعني د هغو شيوو پر ځای چې امريکايانو عملي کولې هغو لارو چارو او مسلو ته پام اړول چې افغانان کارولې.

جنرال فولير د مخکينيو شيوو په اړه وايي:«فکر نه کوم چې هغه تدابير دې ناسم وي، احتمالاً هومره به مناسب نه ول چې بايد واي.»

د افغان ځواکونو د روزنې پر چارو انتقاد کوونکي وايي، چې افغان پوليس او اردو لازمې وسلې او امکانات نه لري او د هغوي زيات کسان ليک لوست نه شي کولي او له همدې کبله د ناټو له لوري د دوي د روزنې کار ټکني دي.

د روزنې په چارو کې د ناټو د قومندان مرستيال وويل، د تېر کال په لړ کې د تعليمي پروګرامونو د اجرا کېدو په نتيجه کې اوس سيمه ييز ځواکونه پوهېږي چې څرنګه خپلې وسلې او وسايل وساتي.

له بلې خوا د پخوا خلاف، چې د افغان اردو د ځواکونو لپاره به يونيفورم په امريکا کې جوړېدو او افغانستان ته به رالېږل کېده، اوس د افغانستان د امنيتي ځواکونو يونيفورم دلته (افغانستان) کې جوړېږي.
XS
SM
MD
LG