د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۸

د انتخاباتو لانجه او عواقب


د کانديدانو پلويان
د کانديدانو پلويان
د افغانستان جمهور رئیس ښاغلي حامد کرزي د ولسي جرګې د انتخاباتو د لانجې د حل لپاره فرمان صادر کړ او د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون یي د قانون په رڼا کي موظف کړ چي دا شخړه حل کړي.

دا چي خپلواکه کمیسیون به څنګه او کله عمل کوي، دا به د وخت خبره وي. خو د زیات شمېر افغانانو لپاره د خواشینۍ خبره داده چي پدي وروستیو کي د ولسي جرګې یو شمېرغړیو په اصطلاح بدماشۍ پیل کړې، د قانون او اصولو تر نامه لاندي له قانون څخه سرغړونې کوي اود افغاني عرف او فرهنګ سپکاوی کوي.

قضا او سترې محکمې ته د حرامیانو خطاب کوي او د هیواد منتخب جمهور رئیس په سپکو او ډېرو بدو الفاظو یادوي. دوي، د اولي الامر، قضا او قانون څخه د تمرد، سرکشۍ او یاغیتوب په معنی ممکن نه وي خبر او یا نه غواړي چي ځان پري پوه کړي. د زیات شمېر افغانانو په نظر ، ډموکراسي په انارشۍ بدله شوې ده.

دا پروګرام په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ


د کابل په سټډیو کي محترم میلمانه دي:

۱ – په مشرانو جرګې کي د شکایتونو اوریدو د کمیسیون رئیس ښاغلی ډاکترزلمی زابلی

۲ - په ولسی جرګې کي د بدلون غوښتونکو د ائتلاف غړی ښاغلی محمد نوراکبری

۳ - په ولسی جرګې کي له قانون څخه د ملاتړ د ائتلاف غړی ښاغلی محمد رفیق شهېر

۴ – معترض کاندید او د احتصاصي محکمې له خوا د ۱۳۸۹ کال انتخاباتو کي ګټونکی اعلان شوی، ښاغلی روزمحمدنور

د خپرونې په دوهمې برخې کی به د سیاسي مسلو کارپوه ښاغلی احمدسعیدی هم زمونږ میلمه وي.
XS
SM
MD
LG