هغه دوه تنه ترکان، چې په افغانستان کې برمته شوي وو له څو اونیو وروسته بلاخره خوشې شول.
دا دواړه ترکان تقریبا ۵۰ ورځې مخکې په جوزجان کې وتښتول شول او د سې شنبې په ورځ د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې خوشې شول.
د ولایت مرستیال فقیرمحمد جوزجاني رویټرز ته ویلي، چې دا دواړه ترکان وسله والو طالبانو برمته کړي وو او د خلاصون په بدل کې یې د لږ تر لږه پينځه لکه دیرش زره ډالروغوښتنه کړې وه.
جوزجاني زیاته کړې، چې د افغانستان حکومت پيسې نه دي ورکړې او دا کسان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې خوشې شوي دي.
د والي د مرستیال په حواله، وسله والو طالبانو دا کسان ۵۰ ورځې په یوه جوړه کالیو کې ساتلي وو، لاسونه او پښې یې په ځينځيرونو تړلي وو او ډیره لږ ډوډۍ ورکول کېده، له دوي سره یو بل ترکی هم نیول شوی وو، چې د ناوړه صحي وضعیت په خاطر بیرته خوشې شو، وسله والو طالبانو په دې مسله کې لاس درلودل رد کړي دي .
جوزجاني ویلي، چې له دې ترکانو سره د تښتول شوېو ۲ افغانانو کورنیو تښتونکو ته ۱۷ زړه ډالر ورکړل، چې خوشې شول.
رویټرز لیکي:
په وروستیو کې د خلکو تښتونه په افغانستان کې د پيسو پيدا کولو یوه منبع ګرځیدلې ده، ځيني جنایتکارې ډلې شته چې مالي اهداف لري او یو شمېر بهرنیان یا افغانان د پيسو لپاره برمته کوي.
ځیني کسان بیا د سیاسي دلایلو پر اساس د وسله والو طالبانو له خوا نیول کیږي.
د رویټرز خبري اژانس په حواله ، هره میاشت په اوسط ډول یو یا دوه تنه بهرنیان او له ۵ تر لسو پورې افغانان تښتول کیږي او د خلاصون لپاره یې د پيسو غوښتنه کیږي.
د برمته کولو دا پېښې په ډیرو مواردو کې په تشدد پای ته رسیږي او تښتول شوي کسان یا خو د جنایتکارو ډلو له خوا او یا هم د ژغورنې لپاره په عملیاتو کې ووژل شي.
رویټرز وړاندې لیکي:
دوو فرانسوي ژورنالیستانو تقریبا اتلس میاشتې د وسله والو طالبانو په برمته کې تیرې کړې تر څو خوشې شول .
د کورنیو چارو وزارت وايي، دوه افغانان چې تقریبا یوه میاشت مخکې تښتول شوي وو د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د سې شنبې په ورځ خوشې شول.
له دوي څخه یو تن په کندز کې له قومي مشرانو وو او بل یې سوداګرعبدالله عمرزی وو، چې د خوشې کېدو په بدل کې یې تښتونکو یو میلیون ډالرغوښتي وو.