په داسې حال کې، چې له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف له تیرې اونۍ د حکومت پرضد په اعتراض بوخت دی په ولسي جرګه کې یوې نوې ډلې د انتخاباتو په اړه د یاد ایتلاف دریځ له سیاسي اغراضو ډک وباله.
په ولسي جرګه کې دا نوې ډله د اصلاح غوښتونکو مجمع بلل کیږي، چې اوس اوس یې سر پورته کړی.
دا اعتراض په داسې حال کې شوی، چې د سې شنبې په ورځ له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف په سل ګونه پلویانو د ملي شورا په انګړ کې په یوه غونډه کې په افغان حکومت انتقادونه کول، چې له اساسي قانون څخه سرغړونه کوي.
دغه ایتلاف د انتخاباتو په نتایجو کې له بدلون سره مخالفت کوي او مشر یې عبدالظاهر قدیر ستره محکمه، لوی څارنوالۍ او د دولت موجوده کابینه نامشروع بولي.
دی د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر ته په خبرداري کې داسې وایي:
″انتخابات یوه سیاسي او تخنیکي پروسه وه، نتایج یې معلوم شول، نور نو ومن الله توفیق.
له دې وروسته جناب معنوي صاحب، که تاسو د هر ډول بدلون هڅه وکړﺉ، هغه به دې ملت ته خیانت وي، د ملت رایو ته به خیانت وي او جناب معنوي صاحب بیا به تاریخ په دې اړه قضاوت وکړي.
موږ د خلکو په رایو باندې هیڅ ډول سیاسي معامله نه منو، نه منو، نه یې منو.″
د دغه ایتلاف غړي وایي، که یې غوښتنې په پام کې و نه ونیول شي، نو د خپلو اعتراضونو لړۍ به د ارګ تر ماڼۍ هم ورسوي.
دا بحثونه په داسې حال کې روان دي، چې تمه ده د انتخاباتو کمسیون په روانه اونۍ کې خپله پریکړه اعلان کړي.
خو د دې برخلاف د ولسي جرګې د اصلاح غوښتونکو مجمع، چې اوس اوس یې سر پورته کړی او په ولسي جرګه کې د اکثریت ادعا کوي د انتخاباتو په اړه د ولسمشر له وروستي اقدام ملاتړ وکړ.
د دغې ډلې یوغړی محمد داوود کلکاني د خپلې لومړنۍ غونډې په اړه داسې وایي:
″نن موږ له پنځوسو زیات د ولسي جرګې غړي راټول شوي وو او د افغانستان د رییس جمهور له فیصلې څخه حمایت کوو، چې د انتخاباتو ستونزې یې د انتخاباتو کمیسیون ته راجع کړ، موږ له دې پرېکړې څخه حمایت کوو او بله دا چې پرون د ولسي جرګې د رییسه هیات یو غړي وویل، چې دا حکومت نامشروع دی، هغه خبرې د ده شخصي څرګندونې ګڼو دا د شورا او ولسي جرګې تصویب نه دی او موږ هغه ردوو او غندو یې.″
له دې سره جوخت، د مشرانو جرګې هم د ملي شورا پر امنیتي چارواکو انتقاد وکړ، چې په شورا کې دننه د داسې غونډو جوړول ښایې د دوی امنیت ته ګواښ راپیدا کړي.
د مشرانو جرګې ځینو غړو د سې شنبې د ورځې په غونډه کې وویل، چې دوی حاضر دي په دغه برخه کې د منځګړی په ډول د موضوع په حل کې کار وکړي.
راپور: مخفي عزیزي